د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کورنیو چارو وزارت نه خبرشوی خبرپاڼه کی نن یکشنبې ورځ وایی، چې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو څخه ډک مازدا ډوله موټر نه په استفادې د کابل په ښار کې ځانمرګی برید ترسره کړي، موخې ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا ونیول شو.
سرچنیو زیاتیوی، د ملي پولیسو ځواکونو د یاد ترهګر پرون شپه د کابل ښار د بنځمې حوزې په اړونده سیمه کې له پېژندو وروسته چې د پولیسو د درېدو غږ ته غوږ کې نه ښود، د پولیسو د ډزو په پایله کې له ټپي کېدو وروسته ونیول شو.
د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وواي، په دغه بار وړونکي موټر کې ۳۰ بوشکې چاودېدونکي توکي او دوه ستر بمونه د بادزنجان رومي د کرېتونو لاندې ځای پر ځای شوي وو چې د کابل د امینه قومندانۍ د انجینرۍ ډلې له خوا شنډ کړل شول.
په خبر پانه کی وایی، چې د دښمن د دغې توطیې له شنډولو سره یې په کابل ښار کې د یوه ستر خونړي برید مخه نیولې ده.