دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 151767
غرب د روهینګیا مسلمانانو مرګ وروسته

 

 

د بین المللی عفوی سازمان په یو ګزارش کی اعلان کړ: په میانمار کی امنیتی ځواکونه په سلهاوو تنه روهینګیا مسلمانان وژلی دی.

د بین المللی عفوی سازمان نوی ګزارش په میانمار کی د روهینګیا مسلمانانو د حالت څخه خبر ورکوی چی ډیر تکان ورکوونکی دی. دا ګزارش د خراب سویو مساجدو، په اور اخیستل سویو کلیو او په سلهاوو ښځو او نارینه وو او کوچنیانو وژل کیدو څخه حکایت لری.

آنیکا بشر، په آلمان بین المللی غفوه کی د آسیا چارو کارپوه وایی: په میانمار کی امنیتی ځواکونه خپل تاوتریخوالی ته د روهینګیایانو په وړاندی ادامه ورکوی؛ هغه عملیات چی په سلهاوو زره نارینه او ښځی او کوچینان تیښتی ته اړ کړی دی.

د بین المللی عفوی سازمان نوی ګزارش د ځینو تصاویرو او فلمونو چی په هغه کی بشریت په وړاندی جنایتونو او اخراج او شکنجه او تیریو او جنسی تاوتریخوالو څخه خبری کوی.

آلمان دویچه وله ولیکل:یو ګزارش چی د حقوق بشر دیده بان سازمان له لوری خپور سوی دی وایی، د آګست میاشتی د پای څخه تراوسه روهینګیا مسلمانانو ۲۸۸ کلۍ د راخین په شمال کی په اور باندی سوځیدلی دی. د ۶۶ څخه ډیر کلۍ د سپتامبر پنځم نیټی څخه وروسته په اور سوځیدلی دی، یعنی د همغه ورځی څخه وروسته چی آنګ سان سوچی اعلان کړ، د روهینګیا شورشیانو په وړاندی د ځواکونو عملیات پای ته رسیدلی دی. ځواک وویل، روهینګیایان خپله خپل کلیو ته اور وراچولی دی.

همدارنګه په بل خبر کی د سازمان ملل متحد عمومی منشی سیاسی معاون د روهینګیا بی ځایه سویو وضعیت خرابوالی څخه په هشدار سره، د میانمار څخه چی دا بی ځایه سویو سره انسان دوستانه مرستو رسولو اجازه نه دی ورکړی، نیوکه وکړه.

هغه وویل: یونیسف د روهینګیا مسلمانانو ته مرسته لپاره اندیښنی لپاره اعلان کړی چی یواځی اوه سلنه مالی لازم سرچینی د روهینګیا کوچنیانو ته مرستی لپاره په اختیار کی لرو.

د یونیسف په ګزارش سره د ۱۵ زره څخه ډیر کوچنیان د میانمار بی ځایه سویو کمپونو کی د سخت خوراکی فقر سره مخ دی او که ژیر مالی سرچینی تامین نه سی دا سازمان به کوچنیانو ته مرسته رسولو لپاره قادره نه وی.

دا دوه تریخ او تکان ورکوونکی خبری هغه وخت په رسنیو کی خپور سو چی دوه کاله کیږی د روهینګیا بی ځایه سویو او مظلوم مسلمانان د برما فاشیستی او غیری انسانی بریدونو لاندی قرار نیولی دی او په دی وخت کی چی ډیر لنډ وخت دی، د میانمار پرمسلمانانو باندی ډیر سخت ستم وسوه.

جالبه نکته د بت پرستانو ستمونو سره غربی بشری حقوق مدافع نهادونه غیری مسئولانه چلند دی چی د میانمار مسلمانانو دردونو انعکاس سربیره غربی رسنۍ په بی اعتنایی سره ورڅخه تیر سو  چی ګویا هیڅ پیښه نه وی رامنځته سوی یا هم دا چی ګویا روهینګیایی مسلمانان په اساس کی هیڅ انسانی او بشری حقوق نه لری او یا دا چی هغوی انسان نه دی.!

 

عجیب خبره ده چی ددی ستمونو او ظلمونو څخه دوه کاله تیریدو وروسته غربی بشری حقوق نهادونه د خوبه راویښ سوی او اعلامیو په خپرولو سره اندیښنه څرګند کړی دی.

انسانی مسایلو پوهان په دی باور دی چی غربی بشری حقوقو نهادونه لکه بین المللی عفوی سازمان، تر هغه ځایه چی مستقل نهادونه نه دی او په حقیقت کی د استعماری قدرتونه بالخصوص آمریکایانو تر اداره لاندی او لورۍ ورکول کیږی، د هغوی دنده د میانمار په پیښو کی چوپتیا او پټونه وو خو تر دی ځایه چی د میانمار مسلمانانو باندی ظلم او ستم د بودائیانو له لوری په هیڅ قالب کی پټ نه سول، غربی متناظر قدرتونه او رسنۍ د ناچاری له امله او عوامو تیرایستنی لپاره خپله چوپتیا ماته کړه او اعتراض باندی اقدام وکړ.

په نتیجه کی، غربی استعمار کار هم همدادی چی لمړۍ د جنایت کار دولتونو څخه ملاتړ یا هم په رامنځته کولو سره تر ټولو بد جنایات د انسانانو په وړاندی په بیلابیلو سیمو کی ترسره کوی او وروسته د هغه په وړاندی موضع ګیری کوی او البته هغه هم نمایشی وی او ډیر هغوی نامشروع مقاصدو لپاره صورت نیسی؛ مثال یی د برما مسلمانانو په وړاندی او ځینی اسلامی هیوادونو کی د مسلمانانو په وړاندی یی شاهدان یو.

https://avapress.com/vdccesqsm2bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته