دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 145160
د یوناما مشر: حکومت او طالبان باید مخامخ خبرې وکړي

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي تدامیچي یاماماتو د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته په وینا کې د افغانستان شرایط خطرناک وگڼل.

د صدای افغان خبری آژانس، ښاغلي یاماماتو وویل چې خرابو امنیتي شرایطو په دې هیواد کې سیاسي کړکیچ ته لمن وهلې ده. خو د هغه په وینا په عین وخت کې سولې ته د حکومت ژمنتیا یو لړ مثبتې نتیجې هم ورکړي دي.

د ښاغلي یاماماتو په و وینا په کابل کې په بریالیتوب سره د سولې او امنیت د سیمه ایز کنفرانس جوړیدل او همداشان د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سیاسي موافقې پلي کول د ملي وحدت د حکومت د یادونې وړ هڅې دي چې د هغه په خبره غواړي سیاسي شمولیت ته زمینه برابره کړي.

هغه وویل چې د افغانستان حکومت باید یو لړ مهم کارونه وکړي. لومړی راتلونکو انتخاباتو – پارلماني او جمهوري ریاست – ته باید تیاري گړندۍ شي. په انتخاباتو کې د تکنالوژۍ د استعمال او په انتخاباتو کې د نړیوالو د مرستې په اړه باید جدي تصمیم ونیول شي او د رایو ورکوونکو ثبتول باید پیل شي.

د هغه په وینا د انتخاباتو نیټې باید روښانه شي چې یو لړ سیاسي مشکلات د همدې نه روښانتیا زیږنده دي.

دوهم – د طالبانو سره د حقیقي سولې د پروسې پیل کیدل ضروري او مهم دي. حکومت او طالبان باید په مستقیمه سره د یوې سیاسي حل لارې په سر خبرې وکړي.

د کابل وروستۍ پیښې

په کابل کې وروستۍ تروریستي پیښې ته په اشارې ښاغلي یاماماتو وویل چې په افغانستان کې وروستی سیاسي او امنتیتي کړکیچ د همدې پیښې نه راولاړ شوی دی. هغه د حکومت ضد مظاهرو او د هغې اړوندو پیښو په کنترولولو کې د یوناما هڅو ته اشاره وکړه او وویل چې حکومت او د دیپلوماتیکې ټولنې غړو په خپلو هڅو سره د کړکیچ د پراخیدو مخنیوي کړی دی.

د هغه په وینا په افغانستان کې د بې باورۍ فضا په پراخیدو ده او د مصالحې ضد شعارونه ورکول کیږي چې دا ټول د سیاسي ثبات لپاره خطرناک دي.

د امنیت شورا ته په وینا کې ښاغلي یاماماتو وویل چې افغانستان د یاغیانو سره د جگړې تر څنگ چې داسې ښکاري په غښتلي کیدو دي، د یو شمیر داخلي گواښونو سره مخامخ دی.

د هغه په وینا په دغو ستونزو کې ژور سیاسي اختلافونه، په ټولنه کې د اجتماعي او اقتصادي پلوه د زرگونو افغان مهاجرو مدغمول چې هره ورځ هیواد ته په راستنیدو دي، په ٢٠١۴ کې د نړیوالې ټولنې د شتون په کمیدو سره د هیواد اقتصاد چې خورا ورو وده کوي او پراخ اقتصادي فساد شامل دي.

د ښاغلي یاماماتو په وینا اداري فساد د ټولو ستونزو زړه دی چې ناامني هم زیږوي.

هغه د امنیت شورا ته د ملگرو ملتونو د ځانگړي ماموریت یوناما پراخې هڅې په ډاگه کړې چې په کې د افغانستان د مختلفو برخو له اداري فساد نه نیولې تر بشري حقونو او د مهاجرو د حالت پورې کلني رپوټونه او حقایق هم شامل دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccepqsx2bq0s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته