په سویل کندهار ولایت کې سیمه ییز سوداګرو او هندي مختصصان هڅه کوي ترڅو په یاد ولایت کې د درمل جوړونې یوه فابریکې جوړه کړي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د کندهار یوه نامتو سوداګر ښاغلي محمود کرزي د ښار او کوړ جوړونې له وزیر ښاغلي سید سعادت منصور نادري سره د کتنې په ترڅ د دغه پلان په اړه خبر ورکړ.
د ښار او کور جوړونې وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ښاغلي کرزي په دې اړه له یاد وزارت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د ښاغلي کرزي په وینا، کندهار سوداګران په پام کې لري چې دغه فابریکه د کندهار ښار اړوند په عینو ښارګوټې کې جوړه کړي.
ښاغلي نادري له دغه پلانه هرکلی او خپل ملاتړ اعلان کړه او زیاته یې کړه چې دغه فابریکه باید د صنعتي پارک په یوه مشخصه ساحه کې جوړه شي ترڅو په سیمه کې ځايي اوسېدونکې د کیمیاوي موادو له خطره مصون پاتې شي.
د خپرپاڼې په وینا، ښاغلي نادري د ښار او کور جوړونې اړوند ادارو او رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې له سیمې څخه کتنه وکړي او په دې اړه خپل تخنیکي نظریات له یاد وزارت سره شریک کړي.