دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 149265
له برما نه ۷۳ زره مسلمانان د تاوتریخوالي له امله کډه کولو ته اړ شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي د میانمار (برما) له راخین ایالت نه درې اویا زره مسلمانان د تاوتریخوالي په سبب له خپلو سیمو نه کډه کولو ته اړ شوي دي.

په سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ویاندې وایویان تان پرون یکشنبه ویلي چې دغه مسلمانان د اګسټ له ۲۵مې د پیل شوي تازه تاوتریخوالي په سبب بنګله‎دیش ته اوښتي دي.

پوځي چارواکو ویلي، د برما په دې سیمه کې په یوازې څو وروستیو ورځو کې ۴۰۰ کسان چې اکثر یې د دوی په خبره وسله‎وال مخالفین و په نښتو کې وژل شوي دي.

خو روهینګیه مسلمان کډوال وايي، امنیتي ځواکونو او بودايي راهبانو په عامو خلکو حملې کړي دي، د هغوی کورونه یې سوځولي او له راخینه څخه یې وتلو ته اړ کړي دي.

په نیویارک کې مېشته د بشري حقونو څار ډلې د سټلایټ په واسطه د برما له دې لانجمنې برخې انځورونه اخیستي او په خبره یې په انځورونو کې ښکاري چې د روهینګیه په یوازې یوه کلي کې اوه سوه کورونه سوځول شوي دي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼو فعالانو چې په برما کې د حکومت له‎خوا له روهینګیه مسلمانانو سره په تاوتریخوالي غوصه دي د میانمار له مشرې انګ سان سوچي غواړي چې د سولې نوبل جایزه بېرته وسپاري.

انګ سان سوچي له ۱۹۸۹ نه تر ۲۰۱۰ میلادي کال پورې ډېر وخت په کورني نظر بند کې تېر کړل چې له همدې امله ورته د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه.

رویټرز خبري اژانس په راخین ایالت کې د وروستیو لانجو په اړه د دوه ډلو خلکو متفاوت نظرونه راخیستي دي.

یوه هغه ډله محصلین دي چې د میانمار په دولت غږ کوي څو په راخین ایالت کې د لانجو د هواري په هدف جدي اقدامات وکړي او د ځايي خلکو ژوند خوندي کړي.

بله ډله بیا په اندونیزیا کې سره ټول شوي او په خبره یې د روهینګیه لږکیو په مسلمانانو باندې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو غږ اوچت کړی دی.

د میانمار په سوداګریزې پلازمینې یانګون کې نېږدې سلو تنو محصلینو په وروستیو څو ورځو کې د وژل شوېو خلکو په یاد شمعې روښانه کړې او له دولته یې د کره ګام اخېستلو غوښتنه وکړه.

یوه محصل زین لین په دې اړه وویل: "زه له حکومته پوښتنه کوم چې ولې په کلي کې اوسیدونکو خلکو ته ارزښت نه قایلیږي؟ زه له حکومته غواړم چې له کوم ځنډ پرته خلک د{اورپکو} له لاسه خوندي کړي."

په برما کې پوځي چارواکي او د روهینګیه وسله‎وال دواړه یو بل د عامو خلکو په وژنې او جنایتونو تورنوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په برما کې د وروستیو لانجو په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.

انتونیو ګوترس وړمه ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې: "د میانمار په راخین ایالت کې د پوځي عملیاتو په لړ کې د تاوتریخوالي د رپوټونو په اړه اندېښنه لرم. هلته د وضعیت د لا زیات کړکیچن کېدلو د مخنیوي، د خلکو د خوندي کولو او د بشري مرستو د رسولو جدي اړتیا ده."

د اسیا په دې لویه برخه کې تر ټولو لوی اسلامي هېواد اندونیزیا اوسیدونکو د برما مسلمانانو د ملاتړ په پار غونډې کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د اندونیزیا د بشري حقونو فعالانو له اندونیزیا وغوښتل چې د برما د روهینګیه لږکیو مسلمانو ډلو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

د بشري حقونو د دغو فعالانو د غونډې ترتیبوونکې توتي الاویاح TUTI ALAWIYAH وویل، نه یوازې د مسلمانانو بلکې د هرې بلې تر ظلم لاندې ډلې د خوندیتوب لپاره باید ټول سره لاسونه ورکړي.

دی وايي: "موږ به په میانمار کې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو وژنې ته لاس تر زنې نه کښینو. که احیاناً هلته کومه بله غیر مسلمانه ډله هم تر ظلم لاندې وای باید موږ ټول انساني ارزښتونو او عواطفو ته ژمن و اوسو. موږ دا نه شو زغملی چې یوه ډله انسانان دې بله ډله ووژني."

په اندونیزیا کې د بخښنې سازمان اجرائیه رئیس عثمان حامد هم له اندونیزیا وغوښتل چې د میانمار د راخین ایالت د لانجې د هواري لپاره لاس په کار شي او خپل رول دې ادا کړي.

د اندونیزیا په راخین ایالت کې د روهینګیه مسلمانانو او بودایانو تر منځ له ۲۰۱۲میلادي کال راهیسې لانجو او نښتو زور اخیستی او تر دې دمه څه باندې یو لک کسان د بې ځایه شویو کډوالو په کمپونو کې اوسېږي.

په بنګله‎دیش کې هم روهینیګه مسلمانانو ته په ورین تندي هرکلی نه کېږي بلکې هڅې شوي دي چې د هغوی د ورتګ مخه ونیول شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceoqsp2bq0i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته