د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی احمد توفیق داوري وایي، د پاکستان لخوا د تورخم او سپین بولدک د لاروتړل کیدو له افغانستان نه پاکستان ته زیات اقتصادي زیان اړولی دی.
نوموړی زیاتوي؛ په پاکستان کې د افغان سوداګر نږدي شپږ زره موتر درول شوي، چې هر ورځ يي نږدې څلور میلیو ن دالر زیان افغانانو ته اوړي.
هغه دا هم وویل، چې پاکستان له دې امله خپل خصوصی سکتور ته دوه برابره مالي زیان رسولی دی.
د هغ د وینا له مخې؛ افغان سوداګر او تر ډېره خپله سوداګرۍ له نورو هېوادونو څخه پیل کړې، خو د پاکستان له خوانه دلارو بندول پخپله پاکستانيو سوداګرو او فابریکو ته ضربه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به تړل شوې لار پرانستل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی داوري په ډاګه کړې، چې پاکستان تل سیمه ییزو او نړیوالو اقتصادي هوکړو ته درنا وي ندي کړی، نو اوس له سختي اقتصادي انزوا سره مخ دی.
د هند لخوا له پاکستان سره د لاري تړل کیدل ورته بله لویه اقتصادي ضربه ده. باید دغه هېواد عقلاني پرېکړې وکړي.