دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 152261
د پولیسو د روغتون ډاکټرانو د یوه سرتیري له دماغو مرمۍ ویست

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي د ملي پولیسو د درې سوه بستریز روغتون د عقلي او عصبي واټ ډاکټرانو په لومړي ځل د (کرانیک تومي) عملیاتو په ترسره کولو سره د عبدالمنان په نوم د یوه سرتیري له دماغو مرمۍ ایستلې.

عبدالمنان د سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال په سر لګیدلی و او مرمۍ یې دماغ ته تللې وه چې د ډېرې وینې د بهیدو له کبله د نوموړي ژوند په سلو کې ۹۵ سلنه له لاسه تللی، خو د کرانیک تومي په نوم د عملیاتو په ترسره کولو سره یې ژوند وژغورل شو.

د درې سوه بستریز روغتون ډاکټران وايي، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کرانیک تومي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کیږي.

ډاکټرانو ویلي دوی د عملیاتو پرمهال د ناروغ سرباز له سر نه د ۱۵ سانتي په اندازه هډوکی راخیستی او د شپږ میاشتو لپاره یې د نوموړي په خېټه کې ځای پرځای کړی څو د سر هډوکی یې په خېټه کې په نورماله توګه وساتل شي چې له شپږو میاشتو وروسته به بیا بېرته په سر کې لګول کیږي.

د ټپي شوي سرباز ورور ویلي کله یې چې ورور په سر ولګید او بیا یې کابل ته راوړ نو دا فکر یې نه کاوه چې دی به جوړ شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceiqss2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته