دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 156465
هرات کې د معارف یو سیمه‌ییز جګپوړی چارواکی نیول شوی

د هرات چارواکي د اداري فساد په تور د معارف د یوه سیمه‌ییز جګپوړي چارواکي د نیولو خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د معارف ریاست د سواد د زده‌کړې امر د امنیتي ارګانونو له‌خوا توقیف شوی او نوموړی تورن دی چې د سواد د زده‌کړې له برخې سره د نړیوالو مؤسسو شوې مرستې یې بې‌ځایه لګولې دي.

ښاغلي فرهاد وویل، تورن کس له یوې مودې راهیسې تر تعقیب لاندې و.

د هرات د والي د ویاند په خبره، په وروستۍ یوه میاشت کې په دې ولایت کې د مختلفو دولتي ادارو له ۲۰ زیات کارکوونکي د اداري فساد په تور توقیف شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceeqsp2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته