دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 106866
افغانستان ته له پاکستانه ٤٥٠ ملايان او طالب العلمان ستانه کړاى شوي
افغان چارواکي وايي، په پاکستان کې نا راجستر شوې ديني مدرسې تړل شوي او هغه افغان طالب العلمان افغانستان ته په تګ اړ شوي چې هلته يې ديني زده کړې کولې.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، په وروستيو ورځو کې شا و خوا څلورنيم سوه افغان ملا امامان د پاکستان له بېلابېلو برخو راټول او افغانستان ته ستانه کړاى شوي دي.
خو په پاکستان کې افغان چارواکي بيا وايي؛ دغه تازه ستانه کړاى شوي افغانان تر ډېره د خيبرپښتونخوا ايالت د ديني مدرسو زده کوونکي دي.
په پېښور کې افغان قونسل "سيد محمد ابراهيمخېل" ازادۍ راډيو ته وويل؛ پاکستان په وروستيو کې د ناراجسټر شويو مدرسو په تړلو پيل کړى او له دې سره په لسګونو افغان طالب العلمان افغانستان ته په تګ مجبوره شوي دي.
يوشمېر کارپوهان بيا افغانستان ته د افغان طالب العلمانو او ملايانو د ستنولو اقدام ته د شک په سترګه ګوري.
احمد سعيدي چې په پاکستان کې يو وخت افغان ډيپلومات و؛ يو له دغو کسانو دى:"سخت تشویش لرم چې دا ملایان د افغانستان لپاره کومه بله دسیسه نه وي چې افغانستان ته کوم بل جنجال ایجاد نه کړي.
یو دا چې دوی له هر ولایت څخه دي او د افغانستان دولت دا توان نه لري چې هغو کنټرول او تر خپل نظارت لاندې ونیسي."
د ډسمبر په نيمايي کې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي تر حملې وروسته چې په نتيجه کې يې نژدې يونيم سل کسان ووژل شول؛ پاکستان په دې هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو فشارونه زيات کړل.
د "پاکستان ټوډې" ورځپاڼې د راپور له مخې؛ تر دې پېښې وروسته د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا په زرګونو افغانان نيول شوي دي.
د مهاجرت نړيوال سازمان يا IOM د وروستي راپور له مخې د روان ميلادي کال له پيله ٣٢زره افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او دوه زره نور په زوره د تورخم له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.
ټاکل شوې، په نژدې ورځو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د کډوالو چارو وزير پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان لپاره د افغانستان سفير جانان موسى زي تېره اوونۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مشر سره؛ چې پر خيبرپښتونخوا ايالت واکمن دى؛ پر همدې مساله خبرې وکړې.
که څه هم د افغان سفارت چارواکو ازادۍ راډيو ته وويل چې عمران خان ډاډ ورکړى تر دې وروسته به راجسټر شوي افغان کډوال نه ځورول کېږي، خو داسې ښکاري چې افغان کډوالو ته لا هم دغه ستونزه متوجه ده.
افغانستان وخت ناوخت پر پاکستان تور پورې کړى، چې په خپله خاوره کې يې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته پناه ورکړې او دغه وسلوال په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو پوځيانو حملې کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcceeqse2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته