ه پلازمینې کابل ښار کې د یو جومات ملا امام او موذن د مقناطیسي ماین د ځای پر ځای کولو په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې د یوه کور په دروازه کې مقناطیسي ماین ځای پر ځای کړی وه.
چارواکي زیاتوي، چې دغه دوه کسان د کابل ښار له لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمې څخه نیول شوي او د قضیې په اړه څیړنې روانې دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د دولت ضد وسله والې ډلې د هېواد په یو شمېر مهم ښارونو کې خپل ترهګریز فعالیتونو ته زور ورکړي.
د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې د یکشبنې په شپه د مقناطیسي ماین د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شول.
له دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د مقناطیسي ماین د چاودنې په ترڅ کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.