دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 143360
افغانستان منځنۍ آسیا ته د هند سخت لاره
د هند سفیر په افغانستان کی وایی چی ځینی هیوادونه هڅه کوی چی د کابل-دهلی اقتصادی او سیاسی اړیکو پراختیا خنډ وګرځی.
د افغان غږ خبری آژانس د ګزارش له مخی، منپریت ووهرا؛ د بی بی سی سره په خبرواترو کی ټینګار وکړ چی افغانستان د هند اقتصادی مقصدونو څخه دی او دهلی هڅه کوی ددی لاری د منځنۍ آسیا هیوادونو ته لاره خلاصه کړی.
هغه وویل چی د هند اړیکی د ټولو هیوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو په اساس ولاړ دی. داسی نه دی چی یو اړخیزه ګټه واخلی؛ او بل اړخ هیڅ ګټه ترلاسه نه کړی.
د هند سفیر په وینا ځینی سیمه ایز هیوادونه داسی لید نه لری.
هغوی په دی باور دی چی باید د افغانستان او هند اړیکی سره وپاشی او زوږ باور پردی دی چی دا هڅی به کوم ځای ته ونه رسیږی او هیڅ کوم اغیزه به ونه لری.
د هند سفیر په کابل کی وایی چی هیوادیی منځنۍ آسیا انرژی سرچینو او خپلو کالاوو لپاره بازایابی ته لاسرسی د زمینه سازی په حال کی دی.
هغه وویل چی افغانستان د هند او منځنۍ آسیا هیوادونو په منځ کی د یو پل نقش لری.
کارپوهان وایی چی د هند سفیر تازه خبرو مخاطب په کابل کی، په شکاره ډول سره پاکستان دی؛ که څه هم هغه شاید د یو سخت لفظی شخړی د مخنیوی لپاره د پاکستان نوم وانه خیسته.
ددی هندی ارشد دیپلمات موضع ګیری د افغانستان او هند اړیکو ته په کتو سره، د صاحب نظرانو په باور، یوځل بیا شکاره کوی چی د هندیانو لید افق دی اړیکی ته په نسبت سره، ډیر پراخ، بنیادی او راهبردی دی.
هندیان هڅه کوی د افغانستان له لاری، د منځنۍ آسیا لاس نه وهل سوی بازارونو ته لاره پیدا کړی.
هند د نړۍ د رشد په حال کی یو لویو اقتصادونو څخه شمیرل کیږی او ددی پروسی د ساتلو لپاره، هندی دولتمردان هڅه کوی چی د نړۍ ګوټ ګوټ ظرفیت ډک سرچینی د انرژیو څخه او د عرضه او تقاضا بازار پیدا کړی او فعال کړی تر څو وکولای سی خپل پویا اقتصاد لپاره ښه روشانه راتلونکی پیدا کړی.
منځنۍ آسیا په دی برخه کی د لاس نه وهل سوي او بالقوه لوي ظرفیتونو څخه برخمن دی. په دی سیمه کی د انرژی سرشاره سرچینی،  مناسب ځای به د هند د اقتصاد رونق لپاره وی.
بیله هغه، د هغه تحلیلونو په اساس چی اقتصادی علومو متخصصان یی ارائه کوی، د نړۍ اقتصاد امن او تازه وو ظرفیتونو بازارونو د لټولو په حال کی دی او په دی ترتیب، سنتی او پخوانۍ فعال بازارونو نقش په دی برخه کی لکه دبی او... د کمرنګه کیدو په حال کی ده.
په دی منځ کی، د نوۍ نړۍ امنیتی بدلونونه او ورځ په ورځ ډیریدونکی امنیتی مشکلات د نورو مسایلو ترڅنګ لکه د انرژی سرچینو محدودیت او داسی نور هغه نور موثره او قدرتمنده فاکتورونه او پارامترونه دی چی نړیوال اقتصاد د نویو زمینو د پیدا کولو لپاره هڅوی او منځنۍ آسیا په دی برخه کی د مهمو حوزو څخه شمیرل کیږی؛ ځکه چی هم د امنیت او سیاسی او اجتماعی مناسب پایداری څخه برخمن دی، هم د کار ارزانه ځواک لری، هم د لاس نه وهل سوی انرژی سرچینو څخه برخمن دی او هم به پررونقه بازارونه ولری چی وبه کولای سی د تولید او تقاضا منځ کی مناسب توازن برقراره کړی او په دی ترتیب، هغه ټول اړتیا وړ فاکتورونه د اقتصادی رشد او پويایی او سرمایی جذب لپاره په ځان کی لری.
د هند لپاره تر ټولو ښه لاره ددی لپاره افغانستان دی.
افغانستان همغسی چی ولسمشر ډیر ویلی دی، د آسیا اقتصادی څلورلاری بدلیدو باندی لوی قدرتمنده ظرفیت لری؛ خو دا ظرفیت، د قوه څخه په فعل بدل سی چی د هغه مهمو اړتیا څخه اوس، امنیت دی.
ناامنی دقیقآ همغه څه دی چی افغانستان د هند لپاره منځنۍ آسیا ته د تیریدو لپاره سخت لاره جوړ کړی دی؛ ددی ترڅنګ چی په افغانستان کی دننه د هندیانو اوږد مدته او درانده سرمایه ګزاریو پر زیرزمینی سرشاره سرچینو او نورو اقتصادی فرصتونو خنډ هم سوی دی.
په دی منځ کی، پاکستان په دی لاره کی د اصلی خنډونو څخه دی. پاکستان د تروریزم او جنګ او ناامنیو څخه په ګټه اخیستنی سره نه پریږدی چی هند د ځان لپاره امن سیمه رامنځته کړی او د تولید او تجارت څخه تر سلطی پراختیا، نفوذ او سیاسی قدرت او فرهنګی نفوذ څخه امتیاز لاسته راوړی.
https://avapress.com/vdcce1qsx2bq018.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته