دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 124064
جمهور رئیس غني د نوي کال په مناسبت ۲۲ تنو ته د علامه سید جمال الدین افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل

 افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د نوي کال د نمانځنې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان ۲۲ تنو نومیالیو لیکوالو، شاعرانو، او د ادب او فرهنګ څېړونکوته د دوی د خدمتونو د قدرداني په خاطر د علامه سید جمال الدین افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل.

په دې غونډه کې چې نن سهار په ارګ کې جوړه شوې وه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو لیکوالو، شاعرانو، د ادب او فرهنګ څېړونکو او استادانو په کې ګډون درلود، په پیل کې  پوهاند ډاکټر محمدحسین یمین د نورو په استازیتوب د ادبیاتو، ملي فرهنګ او په ځانګړي ډول د نوروزو د ملي جشن په هکله خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني  د نوي کال په مناسبت د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې چې اکثریت یې د علم، ادب او فرهنګ استادان وو وویل، تاسو د افغانستان د فرهنګ تولیدونکي یئ  او په سختو شرایطو کې مود متحرک او ملي فرهنګ د ودې او بډاینې په برخه کې ارزښتناک خدمتونه کړي دي..

جمهور رئیس د ملي فرهنګ وده چې ټول افغانان په کې ځان په مساوي توګه شامل او د دې مملکت جز بولي مهم اصل وباله. هغه زیاته کړه، د ملي فرهنګ د ودې په برخه کې ستاسو اثار، کوښښونه او رول د ملي اردو او د اقتصاد له محرکینوڅخه کم نه دی.

د هېواد جمهور رئیس پښتو، دري او ازبکي د افغانستان درې  لوی ژبې وبللې او څرګنده یې کړه، زه په خپلوټولو ژبوچې ډېره عظیمه سابقه او روښانه راتلونکی لري ویاړم. هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان نورې سیمه ییزې ژبې هم باید په اساسي ډول وده وکړي، تر څو هر فرد پوه شي چې زمو محلي هویتونه هم زموږ د ملي هویت او فرهنګ لویه برخه ده.

جمهور رئیس غني وویل، الفت، انګار، غبار او نورو ملي مفکوره درلوده او دوی حاضر وو چې د دغې مفکورې د پاللو لپاره د نورو ستونزو تر څنګ بندیخانه هم ومني او د دوی له برکته  د لومړي ځل لپاره ولسواکي مطرح شوه.

جمهور رئیس وویل، پخوا د زندان او د فکر د تولید تر منځ ډېر لږ واټن وو، مګر اوس مې هیله داده چې خپله عظیمه انرژي له سانسور پرته د ملت جوړولو ته وقف کړئ. هغه زیاته کړه، نن ملت او دولت یو له بله جلا نه دي او زموږ اساسي قانون  د افغانستان عظیمې فرهنګي ارزوګانې په اساسي فکري چوکاټ او د دولت په دستورالعمل بدلې کړې دي.

جمهور رئیس د لیکوالو او فرهنګیانو رول ته په اشارې وویل، ستاسو رول ځکه مهم دی چې زموږ سابقې ته له راتلونکي سره اړیکه ورکوئ او دا اړیکه نه یوازې ممکنه بلکې ضروري ده.

محمد اشرف غني وویل، د فرهنګ، قلمي او لرغونو اثارو د ودې لپاره به یو صندوق رامنځته شي. هغه زیاته کړه، سږکال د لومړي ځل لپاره د افغانستان هغه لرغوني اثار چې زموږ فرهنګ منعکسوي، ترمیموو او همدارنګه له عمده فکري اشخاصو سره د ځینو دوامدارو مفکورو د ودې په موخه ناستې او مشورې کوو.

 
https://avapress.com/vdcce0qs02bqix8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته