دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 148383
هلمند کې پر ملي اردو انتحاري حمله کې ۳ سرتیري ټپیان شوي

راپورونه وايي، په هلمند کې د ملي اردو پر سرتېرو یو ځانوژونکي برید کې درې سرتیري ټپیان شوي دي.

برید پرون ماښام په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۱۵ شاهین قل اردو د شپږم کنډک پر سرتېرو د یو موټر په وسیله شوی دی.

د ګرشک ولسوال محمد سلیم رودي رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې د ملي اردو درې سرتیري ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، له چاودیدونکو موادو ډک موټر هدف ته تر رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له‎خوا له منځه وړل شوی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc44qs12bq018.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته