په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندز ، کندهار ، لوګر ، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۴ تنه ټپیان او۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ، مهمات او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د بغلان ، لوګر ، خوست او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس( اوا)