دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۲۸
د مطلب کود : 153585
د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د افغانستان په اړه پر یوې مسودې بحث وشو

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه د یوه پرېکړه‌لیک د مسودې په جوړولو سره له نورو دولتونو غوښتي چې په خپلو خاورو کې د ترورېستانو ځالو ته ځای ورنه‌کړي.
 
پر دغه پرېکړه‌لیک پرون د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بحث وشو.
 
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په اړه تر دوو ورځنیو خبرو اترو وروسته د دغه هېواد د وضعیت په اړه د یوه پرېکړه‌لیک مسوده ترتیب کړه.

په دې پرېکړه‌لیک کې د ملکي وګړو په نښه کېدل غندل شوي او له دولتونو غوښتنه شوې چې په خپلو خاورو کې ترورېستانو ته اجازه ورنه‌کړي.
 
په دغه پرېکړه‌لیک کې په همدې اړه د کوم ځانګړي هېواد نوم نه‌دی اخیستل شوی، خو تر دې وړاندې افغان او امریکايي چارواکو پاکستان تورن کړی چې په خاوره کې یې د ترورېستانو ځالې شته.
 
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ په اعلانولو سره له پاکستان څخه وغوښتل چې دغه پناه ځایونه له‌منځه یوسي.
د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
 
د ملګرو ملتونو سازمان پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ژورې اندېښنې وښودل شوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc41qsp2bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته