دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۰
د مطلب کود : 143289
په افغانستان کې د ناتو د پوځي حضورد دوام
د امریکا پوځ وایي، چې د ناتو ټولو اته ویشت غړیو هېوادونو په افغانستان کې د پوځي حضورد دوام او ترهګرو خلاف مبارزې له طرحې ملاتړ کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د امریکا نوي حکومت له پراخو سلا مشورو او بحث وروسته د داعش ضد تګلاره اعلام کړه. د دغې تګلارې له مخې، داعش ته نور په افغانستان، سوریه او عراق کې ډېر وخت نه ورکول کیږي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وايي، چې زمونږ د موندونو له مخې د ترمپ په سیاستونو کې دوه بدلونونه راغلي دي: لومړی یو پلاوی ټاکل شوی، چې د دښمن د زیان منونکیو اړخونو په تړاو ژر او پر وخت اقدام وکړي. دوه یم، هغه امر کړی، چې له امن پټنځایونو څخه د داعش د شړلو پر ځای هغوی محاصره کړي او بیا یې له منځه یوسي. دغه کار د دې لپاره کیږي، چې داعشیان ونه کړی شي خپلو هېوادونو ته بېرته ستانه شي.
د افغان ځواکونو لخوا د داعش د خراسان څانګې د مشر وژل کیدل او په افغانستان کې داعشیانو ته درانده تلفات د امریکا دفاع وزیر بله خوشبیني ده.
هغه په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د حضور دوام له داعش سره په جګړه کې ګټور بولي او وایي، د وروستيو پرېکړو پر مهال به دغه موضوع زمونږ له متحدینو سره شریکه شي. مونږ د خپلو متحدینو له ژمنو پرته وروستۍ پرېکړه نه شو کولی. مونږ له خپلو متحدینو سره یو ځای افغانستان ته تللي یو او له هغه هېواد څخه به یو ځای ووځو.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف دانفورد د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ناتو پوځي کمیتې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لیږلو لپاره ژمنه کړې او که نه، وویل: زما تمرکز دا و، چې خپلو سیالانو ته ووایم که سیاسي پرېکړه کوونکي د مې پر پېنځه ویشتمه په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتولو په تړاو پرېکړه وکړي؛ نو مونږ باید چمتو ووسو، چې دغه کار ژر تر سره شي. زه د بروکسل له غونډې خوښ یم، د ناتو ټولو اته ویشت غړیو هېوادونو ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به حضور ته دوام ورکوي او د امنیت لپاره به د ولسمشر له طرحې ملاتړ کوي.
د ناتومشران تر یوې اوونۍ په بروکسل کې ټولیږي، په دې غونډه کې به د افغانستان په تړاو د امریکا نوې تګلاره هم اعلام شي. له افغانستان سره هر کال د امریکا لخوا د ۲۳ میلیارد دالرو مرسته، پر طالبانو او داعش د فشارونو زیاتوالی او د افغان هوایي ځواکونو ښه تجهیز د دې تګلارې عمده برخې جوړوي.
https://avapress.com/vdcc41qso2bq0i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته