دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 150830
د مزار شریف او نوې دهلي ترمنځ د مستقیم پروازونو پیل

د کام ایر هوایي شرکت تیره ورځ د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار او هند پلازمینې نوې دهلي ترمنځ خپل پروازونه په رسمي ډول پیل کړل.

د یاد شرکت چارواکي وایي، په پام کې ده چې د مزار شریف ښار او نوې دهلي ترمنځ د مسافرو د لیږد لپاره په اونی کې دوه الوتنې ترسره شي.

په مزار شریف ښار کې د مولانا جلال الدین بلخي هوایي ډګر مشر محمد اصف وایي، تمه ده چې د مزار شریف له هوایي ډګر څخه د سوداګریز توکو د لیږد لپاره پروازونه ژر پیل شي ترڅو په سیمه کې سوداګرو وکولای شي خپل سوداګریز توکې د هوا له لارې بهر ته صادر کړي.

په مزار شریف ښار کې د هند قونصل جنرال منجیش ګروور د مزار شریف او نوې دهلي ترمنځ د مستقیم الوتنو د پیل هرکلي وکړ.

نوموړی زیاته کړه، چې د مزار ښار او نوې دهلي ترمنځ مستقیم پروازونه د خلکو د غوښتنو پر اساس پیل شوي دي.

ښاغلي ګروور هیله څرګنده کړه چې د مزار او نوې دهلي ترمنځ د مستقیم الوتنو پیل سره به په سیمه کې خلکو ستونزې تر ډیره حده حل شي او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا زیاتې شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1xqsx2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته