د افغانستان د پارلیمان ځینو غړو د دغه پارلیمان د مشر د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو په دغه ارګان کښې د اداري فساد د زیاتیدو په تور د هغه د مشر عبدالروف ابراهیمي د استعفا غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ولسي جرګې استازو په یو رپورټ کښې وویل: عبدالروف ابراهیمي په یو رسمي سفر کښې خپل نزدې کسان سویټزرلینډ ته بوولي او د حکومت له پیسو یې ۴۰ زره ډالر لګولي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري خبرداری ورکړ چې د ابراهیمي د استعفا نه ورکولو په بڼه کښې به د خلکو استازي، هغه له خپلې څوکۍ څنګته کړي..
د افغانستان په ولسي جرګه کښې د مالي او اداري فساد زیاتیدل هغه موضوع ده چې د پارلیمان ځینو استازو له دې مخکښې هم ورڅخه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي هم د ملي وحدت حکومت جوړیدو په وړومبۍ ورځ د دغه هیواد د ولسي جرګې ځیني غړي په فساد تورن کړي وو.