د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په پلازمینې کابل ښار کې د وسله والو طالبانو یو بل خونړی موټر بم برید پلان شنډ کړی دی.
د ملي ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ریاست موظفینو د کابل ولایت له سروبي ولسوالی څخه دوه ځانمرګي او یوه موټر بم نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو مشرتابه په پیښور ښار کې پلان لري ترڅو په پلازمینې کابل کې یو لړ خونړی بریدونه ترسره کړي.
د ملي امنیت ریاست په وینا، وسله وال طالبان غوښتل دغه بریدونه د قاري بریال تر مشری چې د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي په توګه دنده ترسره کوي، په کابل ښار کې ترسره کړي.
ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې نیول شوي ځانمرګي بریدګرو چې سمیع الحق او واحدالله نومیږي، د طالبانو قوماندان حکیم الله په لارښوونه کابل ولایت ته استول شوي وو، ترڅو په کابل ښار کې بریدونه ترسره کړي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونه د شنبې په شپه هم په کابل ښار کې د یوه خونړی موټر بم برید پلان شنډ کړل