دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 131732
غربیان پیسی ورکوی؛ آیا موږ به دولت جوړ کړو؟!
ددولت جوړونی قرارداد د اکلیل حکیمی دافغانستان دمالیی وزیر او نیوین میمیکا د اروپا داتحادیی کمیشنر ترمنځ د بین المللی انکشاف او همکاری لپاره د جمهور رئیس په شتون امضا سو.

ددولت جوړونی قرارداد د اکلیل حکیمی دافغانستان دمالیی وزیر او نیوین میمیکا د اروپا داتحادیی کمیشنر ترمنځ د بین المللی انکشاف او همکاری لپاره د جمهور رئیس په شتون امضا سو.
د رسنیو په بیان سره، اکلیل حکیمی د اروپا دمرستو د مننتوب ترڅنګ، وویل: د اروپا اتحادیه د افغانستان سره مرسته کوونکی له جملی څخه دی چی د دری میلیاردو یورو څخه ډیر د افغانستان سره متعهد سوی دی.
تقریبا ۷۸ سلنه د اروپا داتحادیی مرستی د امانت دصندوق له لاری دافغانستان حکومت ته تادیه کیږی.
ددولت جوړونی قرارداد یو نوی میکانیزم دی چی احتیاطی مالی منابع د افغانستان ددولت اختیار ته ورکوی او په ځینو برخو کی د اصلاحاتو دتطبیق ته سرعت ورکوی لکه پالیسی عامه، دلوی اقتصاد چارچوب، مالی مدیریت، بودجوی شفافیت او نور عرصی.
یادسوی قرارداد د افغانستان ددولت لپاره د پالیسیو په تطبیق او د انکشافی استراتژیک داولویتونو لپاره ډیر مالی زمینه برابروی.
د یاد سوی قرارداد په اساس د اروپا اتحادیه ۲۰۰ میلیونه یورو د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلو په لومړی ربع کی افغانستان دولت سره مرسته کوی.
هر وخت چی د نړی دلویو مرستو خبری دافغانستان سره منځته راځی، په ناببره توګه دهغه دمصرف ځایونه هم د خلګو د توجه وړ ګرځی او دا پوښتنه بیا خلګو ته پیدا کیږی چی دا مرستی به دکوم اهدافو لپاره مصرف سی او آیا هغه پیسی چی دافغانسان ددولت سره مرسته کیږی د فقیرو او بی وزلو خلګو دسترخوان ته به هم ورسیږی او دډیرو دولتمردانو په خبره د خلګو دخالی سفرو د تغیر لامل ګرځی که نه؟!
ډیری پوهان دا نظر لری چی ددی مرستو سرنوشت هم د نورو مرستو په شان معلوم دی او ټوله مرستی د افغانستان سره یو ډول سرنوشت لری چی هغه د دولت د سرانو او رهبرانو ترمنځ او وزارت خانو او دسولی عالی شورا ترمنځ تقسیم کیږی!.
د هیواد د لنډ تاریخ په شهادت سره، په ۱۵ کالو کی میلیاردونه دالره او یورو افغانستان ته داخل سو او ددی پر ځای چی دا پیسی دافغانستان مشکلات کم کړی او په لومړی ځل د اقتصادی زیربنایایو لپاره مصرف سی په ډیر تاسف سره دهغه ډیری پیسی د مرسته کوونکی هیوادو پواسطه په خاصو طریقو سره دافغانستان څخه خارج سو او باقی مانده یی په ضروری مواردو مصرف ته ورسیدی، تردی مخکی چی هدف ته ورسیږی، دسرانو او رهبرانو او دهغه ترلاس لاندی کسانو ترمنځ په غیری عادلانه ډول توزیع او تقسیم سو!
اوس هم د مرسته سوی دالرونو او یوروګانو تکلیف د لمر په شان روښانه دی؛ ځکه چی دا مرستی هر څه لپاره چی مصرف ته ورسیږی، د افغانستان ښه حکومتداری لپاره مصرف ته نه رسیږی.
اوس د اهمیت وړ خبره داده چی غربیان دا خبره ښه پوهیږی خو دوی ته کوم اهمیت نه لری چی دافغانستان حکومت ددی مرستو سره څه کوی او لیدل کیږی چی دغربیانو دخالتونه په یو ډول سره د افغانستان داوسنی وضعیت څخه خوشحاله دی او ددی هیواد لپاره دهمدی وضعیت درلودلو لپاره راضی دی او دهمدی لپاره خپل بلا عوض مرستو ته ادامه ورکوی، بیله دی چی په جدی توګه د وحدت ملی دحکومت دسرانو څخه وغواړی چی په خپل حکومتداری کی اساسی تغیرات راولی.
خو ځینی وختونه غربی مقامات تشریفاتی اظهارات د حکومت دسرانو لپاره شکاره کوی او په ظاهر سره خپل فرمایشات دتهدیداتو سره هم یوځای کوی، خو دادی چی هم دوی خپله او هم دافغانستان دحکومت سران پوهیږی چی دا تهدیدونه جدی نه دی او دیو ناامن افغانستان په وجود سره هم دا مرستی جریان لری.
ځکه چی غربیان بالخصوص امریکا ددی مرستو څخه خپل استعماری اهداف لری او دخپلو خطرناکو اهدافو په مقابل کی دا لږ مرستی هیڅ بولی.
د واشنګتن دسرانو په نظر او دهغوی سیاسی متحدان دنړی په سطحه، دنړی تک قطبی کیدل او هم د امریکا د دولتمردانو په سروری سره، ددی ارزش لری چی لوی امکانات او پیسی مصرف کړی او ملتونه او هیوادونه ویران او قتل عام کړی؛ هغه کار چی پرون د یوریشیما او ناکازاکی سره وکړه او نن دهغوی عوامل په یمن اوسوریه او عراق او افغانستان کی او... د ترسره کولو په حال کی دی.

https://avapress.com/vdcc1sqsi2bq1m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته