دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۲۲:۳۵
د مطلب کود : 135738
برشنا او خلګ؛ کوم یو ډیر ملامت دی؟
مشکلات د برشنا او د پایتخت د اوسیدونکی ترمنځ ترمنځ د ۱۸ کالو راهیسی وجود درلودی او هر یو د برشنا او خلګو څخه د برق په توزیع کی په پایتخت کی په مختلفو ساحو او اوسیدونکو ترمنځ یو بل ملامتوی.

خلګ هر وخت دا ادعا کړی دی چی دولت او د برشنا شرکت د برق په توزیع کی عادلانه عمل نه کوی او د برق په رسولو کی ځینی منطقی د پایتخت په نسبت یی ترجیح ورکړی دی او په نتیجه کی د هغه فشار د ښار پر کښته خلګو باندی تحمیلوی.

د ښار د کښته اوسیدونکی له نظره او یا په اصطلاح سره د غر اوسیدونکی، د ژوند امکانات یی لکه بریشنا او روشنایی د ښار په پورته برخه کی او په یو اندازه سره په نقشه شوی د پایتخت په منطقو کی، په سلسلی سره تر هغه ناحیو او منطقو ښه دی چی په هغه ناحیو کی ناداره اوسیدونکی او زیان لیدونکی خلګ ژوند کوی او دولت هم په یو ډول سره د سرمایه داره خلګو په خدمت کی قرار لری؛ تر هغه چی د کم درآمده خلګو لپاره خدمت وکړی.

خلګ دا استدلال هم کوی چی دولت او برشنا شرکت، د زورمندانو قشرونو ته د خدمت رسولو ماسیوا، د هغوی څخه د بریشنا د فیس د اخیستلو توان نه لری او په نتیجه کی پر ضعیفو قشرونو باندی د بریشنا بار تحمیلیږی.

خلګ وایی دولت هم د شرکت په شان نه غواړی چی د زورمندانو څخه د بریشنا فیس واخلی چی ډیری یی سرمایه داره هم دی او له بلی خوا ناچاره دی چی د بل هیواد څخه د وارداتی بریشنا قیمت ورکړی، هغه بریشنا قیمت چی دخارجی هیوادو څخه راوړی دی او پیسی یی کموالی کړی دی د پایتخت د خلګو پر سر تقسیموی او په دی ظالمانه کار سره، د خلګو حق خوری او ددی باعث ګرځی چی پر ضعیفو خلګو باندی ډیر فشار وارد سی. د پایتخت خلګ بل ادعا هم لری چی د بریشنا د میترونو سم او دقیق نه ویل هم د میتر ویونکو لخوا بل مشکل دی چی د خلګو مشکلات یی دیر کړی دی؛ ځکه چی د ډیرو خلګو په وینا میتر ویونکی په پورته برخو او کشته برخو کی سم میتر نه یادداشتوی او په خپل زړه د بریشنا یو قیمت و بل ته اچوی او دهغه مطلب په اساس چی لوړ وویل سو- د بریشنا د سهمیی تقسیم د سرمایه دارو خلګو د پایتخت پر خلګو باندی- تر څو چی کولای سی لوړ قیمت د بریشنا په بلونو کی رسوی تر څو د خلګو پر فقیرانه ژوند باندی ډیر فشار وارد کړی.

بل موضوع چی خلګو ته د یو مشکل په حیث د بریشنا د شرکت لخوا واردیږی، په هیواد کی د بریشنا لوړ قیمت دی؛ هغه نرخ چی یواځی یو بهانه دی د خلګو څخه ډیر پیسی واخلی او ټیټ قشرونه تر فشار لاندی راولی.

د بریشنا د مصرف نرخ لوړیدل د یو مرحلی څخه لکه چی لوړ وویل سو د ډیر خلګو لپاره چی بیکاره دی اویا هم لږ درآمده لری، ډیر سخت او درانده کار دی.

د مثال په ډول د هر کیلو واټ بریشنا فیس د ۰ څخه تر ۲۰۰ پوری ۲ افغانی دی او د ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ پوری، ۳ افغانی او د ۴۰۰ څخه پورته د بریشنا د شرکت پواسطه د ۷ افغانیو څخه ډیر تصویب سوی دی او دا نرخ دهغه خلګو لپاره چی ضعیف اقتصاد لری او بریشنا ته هم ډیر ضرورت لری یو ډیر ناعادلانه قیمت دی او خلګ واداره کړی دی چی دبریشنا د مصرف څخه چی پخوا مصرفوی سترګی پټی کړی او ډیر د لرګی، ګاز او سکرو څخه استفاده وکړی؛ خو ددی پرځای چی بیل لږ راسی بیا هم د بیلونو لوړ رقمونه خلګ حیرانه او ذله کړی دی!.

خو ددی استدلالو او ادعاوو په وړاندی د بریشنا شرکت یواځی یو استدلال لری چی خلګ د دولتی بریشنا څخه بی ځایه ګټه اخیستنه کوی او د کابل وارداتی او ناکافی بریشنا نه سی کولای د اوسیدونکی د درانده مصرف ځواب ویونکی وی.

داسی په نظر رسیږی چی هم د کابل خلګ حق خبره کوی اوهم د بریشنا شرکت تر یو ځایه سمه خبره کوی؛ ځکه چی د خلګو د ادعا په وړاندی د بریشنا د کم مصرفی په نسبت، ډیر اوریدل سوی دی چی ډیر کورنی د بریشنا د راتللو په تمه دی او کله چی بریشنا راسی نو ډیر برقی وسایل چی لری برق ته وصلوی او دایی له یاده وځی چی د بریشنا د مصرف قیمت د هغوی د جیب څخه لوړ دی او په آخر کی دا توصیه دی چی خلګ باید د بریشنا په مصرف کی صرفه جوئی وکړی او همدارنګه باید د بریشنا شرکت هم هڅه وکړی ترڅو د خلګو سره صادقانه او منصفانه برخورد وکړی.
https://avapress.com/vdcc1pqs42bq1m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته