دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 139833
یو لوړ رتبه امریکایی هیات و افغانستان ته راځی
د نمایندګانو مجلس رئیس د هیواد د ولسمشر څخه په نقل سره وایی چی قرار دی یو امریکایی لوړ رتبه هیات د امنیتی موضوعاتو د څیړلو لپاره افغانستان ته راسی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبرله مخی، عبدالرووف ابراهیمی، د نمایندګانو مجلس رئیس دنن شکاره ناسته کی وویل چی دا موضوع پرون د مجلس رئیسانو د کمیتی سره ولسمشر مطرح کړی وو.
د هغه په وینا دا لومړۍ ځل دی چی په افغانستان کی کی د نوی حکومت په رامنځته کیدو سره یو لوړ رتبه هیات افغانستان ته سفر کوی.
ښاغلی ابراهیمی زیاته کړه چی دا امریکایی لوړرتبه هیات قرار دی د امنیتی موضوعاتو او افغانستان سره مرستو په اړه خبری وکړی.
ستار درزابی، د نمایندګانو د مجلس غړی په دی اړه وویل چی قرار دی دا امریکایی هیات تر ۱۳ یا ۱۴ ورځو پوری افغانستان ته سفر وکړی.
ښاغلی درزابی زیاته کړه چی دا هیات قرار دی د افغانستان شتون او نه شتون اوکی کړی.
https://avapress.com/vdcc1oqs12bq148.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته