د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، ولسمشر نن ورځ له غرمې مخکي د یو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ مزارشریف ښارته رسېدلی دی.
ویلکږی، چي ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د تعلیمي کال پیل د ښوونځي زنګ هم وکړنګاوه.
راپورنه وایی، چې ولسمشر به بلخ ولایت کې بشپړه شوې پروژې هم پرانیزي او د ۲۰۹ شاهین قول اردو له چارواکو سره به هم لیدنه ولري.
ویلکږی، چي د افغان ولسمشر د سفر هدف دا دی چې په بلخ کې له دولتي چارواکو سره په دولتي چارو او قومي مشرانو سره وګوري او له هغوی سره د دغه ولایت په وضعیت او شوو پرمختګنونو او پرتو ننګونو په اړه خبرې وکړي.
په دې سفر کې ولسمشر د نور تالار او د روضې مبارکې جومات هم رسمآ پرانیزي.
ویل شوي چې ښاغلی غني به د ۲۰۸ شاهین قول اردو له چارواکو سره هم لیدنه ولري.