دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 147735
د سرپل والي: طالبانو د

 د سرپل والي ظاهر وحدت یک تلویزیون ته ویلي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ سیمې له نیول کیدو وروسته نږدې ۵۰تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د ښاغلي وحدت په وینا په وژل شوو کسانو کې پنځه تنه ولسي پاڅون کوونکي او پاتې نور یې ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو تیره ورځ (شنبې د زمري ۱۴) له څو خواوو د سرپل ولایت پر صیاد ولسوالۍ برید وکړ چې په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ میرزاولنګ سیمه په خپل کنټرول کې راوسته.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1mqsp2bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته