دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 70783
سید حسن نصرالله د هر ډول نوي جنجال جوړونې په اړه اسرائیلو ته خبرداری ورکړ
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر وویل ،اسرائیل باید په راتلونکې جنګ کښې په بیروت له حملې مخکې د نیواکې فلسطین د شمالي ښارونو په اړه اندیښمن وي . 
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر سید حسن نصرالله بیګا له اسلامي مقاومت څخه د ملاتړ له پلاوې سره د روژه ماتې په مهال وویل صهیونست رژیم په راتلونکې جنګ کښې مخکې له دې چې سترګي د بیروت د بمبارئ په لور وي ،د نیواکې فلسطین د شمال الجلیل ښار د وضعیت په اړه اندیښمن شي.
هغه ټینګار وکړ نن سبا هیڅ څوک د لګښتونو له ورکولو پرته په لبنان تیری نه شي کولاي .
ښاغلي سید حصن نصرالله وویل په لبنان کښې مقاومت لیدتوګه،هدفونه،دنده او روښانه سیاست لري او دغه چاره د دې لامل شوي ده،چې مقاومت هڅه وکړي د صهیونستانو له بندونو بندیان خوشي کړي،له ۱۹۸۲ کاله مخکې د لبنان نیول شوي ځمکي آزادي او خپل هدفونه ترلاسه کړي .

د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر وویل مقاومت د لبنان له خلکو په ملاتړ کښې او هغوئ د ونډي ورکولو له لارې جوړ شو اوصهیونست غاصب رژیم چې د لبنان په درستو ډګرونو کښې د مقاومت په شتون اندیښمن دی ،هڅه کوي په بیلا بیلو دسیسو او چلونو سره د مقاومت د کمزوري کولو په لاره کښې ګامونه پورته کړي چې دغو دسیسو تراوسه سخته ماتې خوړلي ده .

سید حسن نصرالله د خپلې وینا په بله برخه کښې په سیمه کښې له اسرائیلو د آمریکا ملاتړ ته اشاره وکړه او ويي ویل په سیمه کښې د آمریکا لومړیتوب اسرائیل دي ،خو د سیمې او نړۍ حالات څه په داسي ډول دي،چې د واشنګټن چارواکې نور ددې وس نلري،چې په نورو حکومتونو خپل نظرونه وروتپي.

د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر په لبنان کښې د مقاومت موقعیت ته هم اشاره وکړه او ويي ویل په لبنان کښې مقاومت ډیر پیاوړی دی ،ولسي ملاتړ او هوډ لري ،مقاومت ماتې نه خوړونکی دی، او هغه درست کسان چې هڅه کوي مقاومت مات کړي او یا یې منزوي کړي ،ماتي به وخوري ،ځکه مقاومت تشکیلات نه دي،بلکه ولسي هوډ دی .
سید حسن نصرالله زیاته کړه،له لبنان څخه دفاع یوازي د حزب الله دنده نه ده بلکه د ملت درستې پرګنې باید د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندې له ملي واکمنئ دفاع وکړي .
هغه وویل مقاومت په ۳۳ ورځنې جنګ کښې د مینځني ختیځ لپاره د آمریکا نوي طرحه دړي وړي کړه ،او مقاومت په ۱۹۸۲ م کال کښې د بڼې موندنې له پیله وتوانیده چې له درستو تورونو سره سره د لبنان په نیواک کښې د آمریکا او اسرائیلو هدفونه له مینځه یوسي .
سید حسن نصرالله وویل،اسرائیل ډیر ښه پوهیږي چې لبنان نور د دوئ لپاره یوه ساده مړۍ نه ده،ځکه مقاومت اوس ډیر پیاوړی دفاعي قدرت لري او په لبنان هر ‌ډول بهرنی تیری ماتولاي شي.
هغه وویل امریکا او عربان نه غواړي چې لبنان دې پیاوړی پوځ ولري،څو په دغه هیواد د تیري لپاره یو لاسوند موجود وي ،خو مقاومت به تل د پوځ تر څنګ وي او د لبنان له ملي واکمنۍ څخه به دفاع وکړ .
سید حسن نصرالله وویل مقاومت تل د لبنان له نورو سیاسی ډلو سره خبرو اترو ته چمتو دی .


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1mqm.2bqx48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته