دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 152739
له طالبانو سره د همکاري په خاطر د ګلبدین حکمتیار شرط

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، حزب اسلامي چمتو دی چې له طالبانو سره همکاري وکړي خو په دې شرط چې وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شي.

نوموړی نن د حزب اسلامي د مرکزي شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، که چیرې طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شي نو حزب اسلامي به د طالبانو ټول معقول شرطونه ومني او له طالبانو سره به د همکار په توګه پاتې شي.

د حزب اسلامي مشر په داسې حال کې طالبانو د سولې بلنه ورکوي چې یاد ډله تر اوسه د سولې د خبرو لپاره هیڅ چمتووالی نه ده ښودلی.

ښاغلي حکمتیار په همدې حال کې ټینګار وکړ چې ټول هغه قدرتونه او ډلې باید خلع سلاح شي چې په هېواد کې د دوامداره جګړو په لټه کې دی.

د حزب اسلامي مشر په وینا، ځینې کړیو د بهرنیو په سپارښتنې غواړي په افغانستان کې جګړو او تاوتریخوالو ته دوام ورکړي.

هغه دا هم وویل، چې حزب اسلامي هوډ نه لري چې په اوسني حکومت کې برخه واخلي او ټینګار یې وکړ چې حزب اسلامي د اوسني نظام د ړنګولو ملاتړ هم نه کوي ځکه د نظام د بدلون لپاره یوه منساب بدیل وجود نه لري.

د حزب اسلامي ځینې سرچینې له دې وړاندې ویلي وو، چې ټاکل شوې چې د مرکزي شورا په غوڼده کې د حزب اسلامي د راتلونکي په هکله لازم تصامیم ونیول شي چې د هېواد پر روانو حالاتو به مثبت اغیزې ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1iqso2bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته