دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 106136
فریډم هاوس وايي په نړۍ کې ازادۍ محدودې شوي
تاند- فریډم هاوس، چې مرکز یې په امریکا کې دی، د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د ازادیو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې سوریه د نړۍ تر ټولو د لږ ازادیو لرونکی هیواد بللی دی.
په دې راپور کې د افغانستان په شمول د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د خلکو ازادۍ په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو په بد حالت کې بلل شوي دي.
فریډم هاوس، چې په نړۍ کې د ازادیو په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د خلکو د ازادیو د محدودېدو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
فریډم هاوس په خپل کالني راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له وتلو سره په یو وخت د خبریالانو او ملکي خلکو پر ضد تشدد زیات شوی دی.
دې نړیوالې ادارې، چې مرکز یې په امریکا کې دی، دغه راز ویلي چې په افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.
فریډم هاوس د ۲۰۱۵ میلادي کال په دې راپور کې د نړۍ په ۱۹۵ هیوادونو کې د ازادیو د اندازې په اړه څېړنه کړې ده.
راپور وايي، په ۲۰۱۴ میلادي کال د ازادیو تر ټولو بد حال په سوریه کې و. د اوکراین پر ختیځ د روسیې یرغل دیموکراسۍ ته بد ګوزار او تروریزم د ازادیو د محدودیت په لاره کې لوی خنډ ګڼل شوی دی.
د فریډم هاوس په راپور کې ویل شوي چې د نړۍ په ګڼو سیمو کې مسلمانو سختدریځو نه پر امنیتي ځواکونو او نه پر عامو خلکو رحم کړی او پر دې سربېره یې بهرنیان برمته کړي، وژلي او د مذهبي اقلیتونو غړي یې مرییان کړي دي.
فریډم هاوس وايي چې تروریزم د سوریې، پاکستان، عراق او نایجریا په ګډون پر مختلفو هیوادونو ویجاړوونکی اغېز کړی دی.
په دې راپور کې فریډم هاوس وايي چې محافظه کاران په ایران کې د هغو اصلاحاتو د تصویب مخه نیسي چې په سبب یې مدني ازادۍ غوړېږي او د عامو ایرانیانو د ژوند په چارو کې د حکومت لاس لنډوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc1eqse2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته