دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۳:۵۰
د مطلب کود : 136836
د کابل لاریون او یو همیشنی غوښتنی
د جمعې د جدی پر ۲۴ د پاکستان د وسفارت و مخته د کابل سل ګونی وګړی راټول شوي وه. مظاهره کوونکی شعار ورکول مرګ بس دی او مونږ سوله غواړو.

یو مظاهره کوونکی وویل دغه تظاهرات دکابل او کندهار دوروستی پيښی په اړه په لاره اچول شوې ده. د افغانستان داخله وزارت اعلان کړيده چې د سېشنبه په چاودنه کې په کابل کې ۸۶ زخمی او ۳۸ کسان ووژل شو او په کندهار کې ۱۴ ټپي او ۱۲ کسان ووژل شو.

د مظاهره کوونکو د پريکړه لیک په پاې کښې راغلی دی چې طالبان د پاکستان په مادی، تخنيکي، سیاسی فوځ او د پاکستان د استخباراتو په مرسته په افغانستان کې د عامو خلکو د وژلو سبب کيږي.

مظاهره کوونکي وويل چې د طالبانوسره د پاکستان فوځ، مذهبی مدرسې او ځينې نور احزاب مرسته کوي. دا لومړې ځل نه دی چې د افغانستان خلګ د اسلام آباد د رژيم او داخلی مزدورانو په وړاندې په مظاهرو لاس پورې کوي. مګر د څيړونکو په باور هيڅ تمه نشته چې د کابل اوسنی مظاهره د پاکستان سياست ته د افغانستان په وړاندې تغير ورکړي او یا کوم تاثير د افغانستان په رسمي سياست د پاکستان، تروريزم، طالبانو، او داسې نور په وړاندې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د اکثرو پوهانو په باور هغه څه چې د کابل، کندهار، هلمند، او نورو مناطقو په وژونکو چاودنو کې ترسره شول د خارجی استخباراتي سازمانونو حتی امکان نه درلود او يواځې تروریستي ډله ددغو حملاتو توانايي نه درلود. سربېره پردې ځينې څيرونکي د ملی شورا دا خبره تاييدوي چې د تروریستي ډلو حمایت يواځې د خارجی استخباراتو لخوا نه ده بلکې داخلی دولتی سازمانونه هم لاس لري. د پوهانو په باور دا ترټولو ويرونکي حمله او د حکومت د امنيت يوه لکه داره پيښه وه.

خلک پخپل تظاهرات کې مشخص او مشروع غوښتني د دولت او جامعه جهانی څخه درلودل چې د امنيت په راوستلو او د تروریسم سره د مبارزې ادعا کوي، خو ولې ددغو خلګو غږ ته توجه نه کيږي، او ولې دغه تظاهرات يواځې په غوښتنو پای ته رسيږي او نور کوم تغیرات نه راځي.

دولت لومړنې مرجع ده چې د خلګو غږ ته توجه او د هغو غوښتنوته ځواب ووایی، خو د حکومت لخوا هيڅ کوم اقدام صورت نه دی نیول شوي. مظاهره کوونکي رسما د تروريست او د هغوی طرفداران او حاميانو څخه د بيزاری اعلان وکړ. په دغه اساس، خلګ د دولت اصولی سياست د سولې په هر څه او تروریستي ډلي د له منځه وړولو په هيله پاته شوه، خو هيڅ تمه ددغو غوښتنو په اړه شتون نلري.

دولت ددغه مرګبارو حملو سره بیره بيا هم آماده دی چې د پاکستان سره د درواغو سولې خبري د همهغه قواعدو سره چې د پاکستان، طالبانو او نورو تروریستي ډلی ورته تعریفوي د سره پيل کړي.

دغه د څيړنکو له نظره يوه هيرانوونکي خبره وه او تر هغه وخت چې ددولت اتکا د هغوی لوړو سياست د سولې او جنګ په حوزه کې چې د خلګو شتمني په لاس کې لري پريکړه و نکړي هيڅکله تمه نلرو چې د دغه مرګبار سريال او دهغوی خونړيز تروريستي حملو د خارجي ممالکو آشکار لاس وهنه د مزدورانو جاسوسي ېې په داخل او خارج کې پای ته ورسيږي.
https://avapress.com/vdcc1eqse2bq148.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته