دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 143432
د لوګر ولایت  د علماو شورا مرستال مولوي عبدالغفور وژل شوی دی
یو شمېر ناپېژاندو وسله‎والو د لوګر ولایت د علماو شورا مرستال، مولوي عبالغفور په کانګار ولسوالۍ کې وژلی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخی، د لوګر والي د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د علماو شورا مرستیال، مولوي عبدالغفور د دو شنبه په ورځ سهار وختي د ناپېژاندو وسله‎والو لخوا په نښه شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچنیو زیاتیوی، چې په جومات کې د دیني علماوو وژل وحشت دی او له ټولو انساني او اسلامي قوانینو سره په تکر کې عمل دی.
راپورونه وایی، چې نوموړی هغه‎مهال د لوګر ولایت په کلانګار ولسوالۍ کې وژل شوی چې سهار وختي د کوره د جومات پر لور روان وه.
خو تر اوسه د یاد پيښه کومې ډلی مسوولت نه دي منلي.
https://avapress.com/vdcc11qsi2bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته