دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۹
د مطلب کود : 154935
د ملي شورا غړي، زورواکي او وزارتونه لس میلیارد دالر پوروړي دي
د برښنا شرکت ريیس، چې مشرانو جرګې د پوښتونو لپاره غوښتی و؛ وویل: د ملي شورا غړي، زورواکي او وزارتونه له برښنا شرکت څخه لس میلیارد دالر پوروړي دي او خپل بیلونه نه سپاري.

په کابل ښار کې د برښنا د پرلپسې پرچوۍ له کبله مشرانو جرګې د برښنا شرکت رييس د پوښتونو لپاره غوښتی و.

سناتوران وايي؛ د برښنا د وېش لپاره منظم سیستم نشته او په څلیریشت ساعتونو کې لس ساعته برښنا نه وي، چې ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وایي، د کابل برښنا منظمه نه ده؛ لس – دول ساعته پرچوي روانه ده. ان د برښنا د لګښت افغانۍ د مخالفینو جیبونو ته ځي.

د مشرانو جرګې غړي نثار حارس ټینګار وکړ، چې بیلونه دې میاشتني شي او په دې اړه وایي، چې په دوه میاشتو کې د خلکو د برښنا لګښت ډېر راځی او ډېرې افغانۍ برښنا شرکت تر لاسه کوي او ترڅنګ یې برښنا متوازنه وېشل شوې هم نه ده.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، چې حکومت باید په کور د ننه پر تولیدي برېښنا کار وکړي، چې په بهرنیو هېوادونو تکیه راکمه شي.

د برېښنا شرکت رييس وايي چې له یوې خوا زورواکي د برېښنا شرکت میلیاردونه ډالره پوروړي دي او له بلې خوا وسلوال مخالفین په ځینو برخو کې د برېښنا په چارو کې لاسوهنه کوي.

د برېښنا شرکت رييس امان الله غالب وایي؛ تر هغې، چې د ترکمنستان وارداتي برښنا راونه رسیږي د پرچوۍ ستونزه نه حل کیږي. دغه راز مونږ له لس میلیارد افغاننیو ډېر پوړوړي لرو، چې شمېر یې له دوه سوه ډېر کسان دي، وزیران، وکیلان او قومندانان هم په کې شته.

د برېښنا شرکت وايي، چې د برښنا رسولو نږدې نهه سوه پروژې نیمګړې پاتې دي او هڅې کیږي، چې د برښنا لویې ستونزې حل شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc10qsp2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته