دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۵
د مطلب کود : 72493
په کابل کې پر یوه سوداګر بمي چاودنه شوې ده
د کابل په سینمای پامیر سیمه کې د مرمۍ ضد پر یوه لانډکروزر موټر تر چاودنې وروسته یوځلې بیا خلک د ښار امنیت ته اندیښمن دي.
یو شمېر دوکاندارانو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ پیښه د جمعې لمانځه نه مخکې رامنځ ته شوه چې؛ خلک د جمعې لمانځه ته روان وو.
له دغې پیښې وروسته د کابل امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ په دې پیښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتي:
"دا یوه وړه چاودنه وه. یو ډول چسپکي ماینونه دي او دا د یوه ملي تاجر چې عزت الله نومیږي د موټر پر ټانکۍ نښلول شوې وه او د سینما پامیر د تالاشي په سیمه کې چاودنه ترسره کیږي، موټر اور اخلي، سورلۍ یې د پولیسو له خوا ژغول کیږي او چا ته په کې د سره زیان نه دی اوښتی."

له بلې خوا په سیمه کې یو شمېر دوکانداران ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ دوی ته زیات مالي زیانونه اوښتي.
دوی همدارنګه غوښتنه کوي چې، دولت باید د دا ډول پیښو مخه ونیسي.
ویل کیږي چې، دا لمړی وار دی چې، په کابل ښار کې د یوه سوداګر موټر د چاودنې هدف ګرځي.
امنیتي چارواکي وايي چې، حاجي عزت الله د نشنل فیول شرکت مسول وو؛ چې هیواد ته تیل واردول. له ډيرو هڅو وروسته ونه تواندیو چې؛ د دغه سوداګر سره خبري وکړو.
خو امنیتي چارواکي وايي چې، ممکن دغه پیښه د شخصي دښمني له وجې رامنځ ته شوې وي.
تر اوسه د دي پیښې مسوولیت چا نه دی منلي خو امنيتي چارواکي وايي چې؛ په دې اړه به څیړنې وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc10qm.2bqio8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته