دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 131840
افغانستان د امریکا د پنځه لس کالو د حضور وروسته!
دامریکا د نظامی حضور په پنځه لسمه کلیزه کی یو.د سپتامبر د یوولسمی ۲۰۰۱ حادثی وروسته چی په امریکا کی نړییزه تجارتی برجونه خراب سول، د امریکا دهغه وخت رییس جمهور ( جورج دبلیو بوش ) په ډیر سخت خبرو سره ټول مسلمانان په طعن سره یاد کړ او صلیبی جګړی د مسیحیانو په ذهن کی راژوندی کړ. هغه وخت چی د انفجار او انتحاری دوړی کښینستی، امریکایی مقامونه ددی حادثی اصلی عاملان پیدا کړ چی هغه کسان وو چی دامریکا د لوړ حمایت څخه برخورداره وو او د امریکا هدفونو ته کار کاوه چی هغه هدفونه د شوروی ماته په افغانستان کی وو او دا چی د غربیانو منافع په مقابل کی اقدام وکړ.

دامریکا د نظامی حضور په پنځه لسمه کلیزه کی یو.د سپتامبر د یوولسمی ۲۰۰۱ حادثی وروسته چی په امریکا کی نړییزه تجارتی برجونه خراب سول، د امریکا دهغه وخت رییس جمهور ( جورج دبلیو بوش ) په ډیر سخت خبرو سره ټول مسلمانان په طعن سره یاد کړ او صلیبی جګړی د مسیحیانو په ذهن کی راژوندی کړ. هغه وخت چی د انفجار او انتحاری دوړی کښینستی، امریکایی مقامونه ددی حادثی اصلی عاملان پیدا کړ چی هغه کسان وو چی دامریکا د لوړ حمایت څخه برخورداره وو او د امریکا هدفونو ته کار کاوه چی هغه هدفونه د شوروی ماته په افغانستان کی وو او دا چی د غربیانو منافع په مقابل کی اقدام وکړ.
اسامه بن لادن چی یو ورځ په افغانستان کی د جهاد د پرمختیا لپاره د امریکا سره د دوستی لاس ورکړی وو، د جهاد او د طالبانو دظهور وروسته دهغوی د حمایت لاندی قرار ونیوی او دطالبانو په تسلط سره د القاعدی پوستی د وزیرستان څخه ا فغانستان ته منتقل سول او د افغانستان په هر ځای کی ددی ډلی نظامی پوستی جوړی سوی.
القاعده داسی سازمان دی چی عربی ترکیب لری خو امریکایی حمایت لری، ددی وروسته چی د امریکا ځواکونه خاورمیانی ته داخل سول چی کویت د صدام حسین د رژیم څخه وژغوری او سعودی حکومت دهغه هیواد د اشغال د ډار څخه خلاص کړی، امریکایی ځواکونه به خاورمیانه کی باقی پاته سول خو دا القاعدی ته ښه نه شکاریدی او د القاعدی رهبر عربستان ته پیغامونه استول چی موږ حاضر یو د صدام حسین اشغالګر د کویت څخه وباسو خو په هغه صورت کی چی تاسو غربی ځواکونه د منطقی څخه وباسی، او امریکایی مقاماتو ته هم پیغامونه استول کیدل چی د اسلامی هیوادونو د خاوری څخه ووځی!
خو امریکایی ځواکونه د سعودی حکومت په توافق سره په خاورمیانه بالخصوص په خلیج فارس کی پاته سول او د القاعدی عملونه د امریکایی ځواکونو په مقابل کی شدت پیدا کړ. پر امریکا باندی لومړنی حمله د امریکا پر دوو سفارتونو باندی په تانزانیا او کنیا کی تر سره سوه او ډیر تعداد ذخمی او ووژل سول.
د هغه وخت څخه تر ۲۰۰۱ پوری د امریکا جاسوسی سازمان د اسامه بن لادن دنیولو په لټه کی وو، د اسامه بن لادن دنیولو لپاره دا سازمان ډیر تلاشونه وکړل خو بریالی نه سو.
د سپتامبر د یوولسمی حادثی نه مخکی امریکا دحملی د ترسره کیدو امکان نه وو رد کړی خو په دقیق ډول سره نه پوهیدی چی دا حمله به چیری او څنګه ترسره سی.
د هغه بیانونو له مخی چی د غربیانو له جملی څخه یو لیکونکی په ( جنګ اشباح ) کتاب کی ارایه کړی دی. وایی: د امریکا په خاوره کی د القاعدی کسانو راتلل او تلل صورت نیوی خو دا تلل او راتلل دومره عادی وو چی هیڅ شک یی پیدا نه کړ. د سپتمبر د یوولسمی حادثی څخه وروسته معلوم سره چی په القاعدی پوری مربوط کسان د آسودګی لپاره په ځینو موسساتو کی تربیه کیدی او امر د بن لادن څخه وړله.
د نړییزی تجارت پر سازمان باندی دتروریستی حملی وروسته معلوم سوه چی پنځه لس تنه انتحاریان د عربستان د اوسیدونکو څخه وو او ددوی څخه ځینی یی د سعودی شهزادګانو پواسطه حمایت کیدی.
حتا ددی جماعت د بانکی حساب څخه کشف سول چی دا پیسی یی دکوم ځای څخه لاسته راوړل.
جالب دادی چی د امریکا جاسوسی سازمان چی په هر حادثه کی ځینی وختونه هیوادونه متهموله او جورج بوش هر وخت دری هیوادونه ایران، عراق او شمالی کوریا د شرارت اصلی عناصر بلله، خو ددی حادثی وروسته چی اصلی عامل وپیژندل سو امریکا حاضر نه سو چی سعودی مقامونه تر فشار لاندی راولی حتی د هغه هیواد زیان لیدلی اوسیدونکی ددی اجازه پیدا نه کړه چی دامریکا محکمی ته شکایت وکړی.
د نیویارک د تریخ تروریستی حملی د پنځه لس کالو وروسته، یو قانون د سنا د مجلس لخوا په امریکا کی تصویب ته ورسیدی چی اوسیدونکو ته یی دسعودی پر ضد د شکایت حق ورکړ خو د رییس جمهور لخوا لغوه سو.
په هر حال د سپتامبر د یوولسمی حادثی وروسته، القاعده رسما دهغه حادثی متهم وبلل سو او ددی ډلی غړی دامریکا د مقاماتو تر څیړنی لاندی ونیول سوی.
د امریکا د سیاسی مقاماتو تلل او راتلل په افغانستان او پاکستان کی د بن لادن د نیولو لپاره شروع سول، خو دډیرو تلاشونو سره سره بیاهم بریالی نه سول. د امریکا لومړنی اقدام موشکی حملی په افغانستان کی د القاعدی پر نظامی پوستو باندی وو چی کوم نتیجی ته ونه رسیدی او په نتیجه کی د ۲۰۰۱ کال د اکتبر په اوومه امریکایی ځواکونه افغانستان ته داخل سو تر څو د نظامی فشار له طریقه طالبان په دی باندی اړ کړی چی اسامه دوی ته وروسپاری.
امریکا په داسی حال کی پر طالبانو باندی حملی شروع کړلی چی طالبان د پاکستان او سعودی عربستان لخوا حمایت کیدل. په نتیجه کی د ډیرو تلاشو وروسته دطالبانو حکومت ړنګ سو، خو د القاعدی رییس ونه نیول سو او پاکستان ته وتښتیدی او په ۲۰۱۱ کی د پاکستان مرکز ته نږدی د امریکایی ځواکونو لخوا ونیول سو او ووژل سو.
د امریکا د حضور حاصل په افغانستان کی
د امریکایی ځواکونو حضور په افغانستان کی د ډیرو باورونو سره وو. ګمان پردی وو چی دامریکا او دهغه غربی متحدان شتون په افغانستان کی خلګو ته ډیر سیاسی او نظامی مرستی منځته راوړی. د وخت په تیریدو سره دا ګمان کمزوری سو. د افغانستان دخلګو مهم غوښتنه یو کارامد او موثر حکومت وو چی دکرزی د حکومت په واسطه دا هیله په خوب او خیال بدل سو.
هغه حکومت چی همدا اوس د ملی وحدت په نامه د حکم روایی پر مسند ناست دی، دیو تقلبی انتخاباتو په نتیجه کی منځته رالی چی دموکراسی پر لمن باندی یو ننګ دی.
تقلب کاره افراد یواځی نه داچی هیڅته سی خپل پر فریب باندی فخر هم کوی او خپل کار ته ادامه ورکوی. په هر حال هغه څه چی په افغانستان کی دامریکا د پنځه لس کالو حضور راپاته سول عبارت دی له: دخشونت رواجیدل، رنج او تعصب او طبقه ګرایی.

https://avapress.com/vdcc0sqsx2bq148.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته