افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي هره احساساتي او غیر مسؤلانه دریځ نیول دښمن ته موقع ورکوي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)ښاغلي غني دا خبرې د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بري د ۲۵ کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وکړې:
"هره احساساتي دریځ نیول او غیر مسؤلانه اقدام د افغانستان دښمنانانو ته فرصت ورکوي چې د عمل ابتکار په لاس واخلي او خپل شوم اهداف پلي کړي."
ولسمشر غني وویل، د زور له لارې حکومت ته د رسیدو وخت تیر شوی او زیاته یې کړه "لکه څنګه چې پرون زموږ جهاد د اسلامي دنیا او نورې دنیا د تائيد وړ وو، نن ورځ اسلامي دنیا او نوره دنیا زموږ د دفاعي او امنیتي قوتونو د میړانۍ او مقابلې تائيد کوي او برحقه مو ګڼي."
ښاغلي غني زیاته کړه، اوسمهال افغان ولس له کړاونو او سختو حالاتو سره مخ دی، چې پر وینا یې د 'افغانستان دښمنان' په خورا قصاوت او بیرحمۍ سره د افغانانو پر وژنې لاس پورې کوي او هیڅ ډول رحم ورباندې نه کوي.
هغه وویل "موږ ډاډ لرو، هغه ملت چې د نړۍ د لویې اردو پر وړاندې بریالی شو، د تروریستي او مزدورو ډلو پر وړاندې به حتماً بریالی کیږي."
ښاغلي غني زیاته کړه ، چې افغانستان د نورو هیوادونو د ویجاړولو او تباهۍ په هڅه کې نه دی او له هیڅ تروریستي ډلې څخه یې ملاتړ نه دی کړی.
هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان د خپلو ټولو ګاونډیو او نورو هیوادونو ښهوالی غواړي.
د ۱۳۷۱ کال د ثور میاشتې په اتمه نیټه د ډاکتر نجیبالله حکومت نسکور او پخواني مجاهدین کابل ته دننه شول او د اسلامي حکومت اعلان یې وکړ.
له هغې وروسته هر کال دغه ورځ، د سرو لښکرو د ماتیدو او کابل ته د پخوانیو مجاهدینو د رادننه کیدو په پار، د افغان حکومت له خوا لمانځل کیږي.
د دغو مراسمو د لمانځلو په مناسبت سږکال د افغانستان حکومت نن شنبه د ثور نهمه نیټه عمومي رخصتي اعلان کړې ده.