دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 145142
د غزنی اوسیدونکو اندیښنی په ښځینه مدارسو کی د تابلتونو ویښ څخه
د غزنی اوسیدونکی ددی ښار په ښځینه مدارس یا مکتبونو کی د دوه ډوله تابلت د ویښ څخه اندیښمند دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اوسیدونکی وایی: که څه هم ویل سوی دی چی دا تابلتونه د وینی کموالی او د بدن د چینجیو د منځه وړنی لپاره زده کوونکو ته ورکول کیږی خو هغه وخت چی د انجونو څخه غوښتل کیږی چی ددی تابلتونو پوښونه وزارت معارف ته د استولو لپاره مدرسه ته تحویل کړی، اندیښمندوونکی دی.

احمدضیا ددی تابلتونو د ویش څخه اندیښنی ترڅنګ داسی وایی؛ احتمال لری چی دا تابلتونه د هغوی د انجونو عقیم کولو او یا عیاش او مست کولو لپاره هغوی ته وویښل سی.

په همدی حال کی شکریه یو د معلمینو څخه چی د تابلتونو په اړه د پوهی ورکولو په سیمینار کی شرکت کړی دی د افغان غږ خبری آژانس و خبرنګار ته وویل: د سیمینار په جریان کی موږ ته توضیح ورکړل سوی وو چی دا تابلتونه دوینی کموالی او د چینجیانو د منځه وړنی لپاره انجونو ته ښه دی چی باید په مکاتبو کی ورته وویښل سی او نورددی تابلتونو د پردی ترشا خبرو څخه اطلاع نه لرم.
خو عابد عابد؛ د غزنی معارف مشر وایی چی دا تابلتونه او ګولی د وینی کموالی او چینجیانو دمنځه وړنی لپاره ګټور دی او ددی لپاره چی انجونی صحی مرکزونو ته لاسرسی نه لری دا تابلتونه یواځی اناث طبقی ته ورکول کیږی.
https://avapress.com/vdcc0pqsi2bq0s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته