دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 155646
د ۱۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا دوه سترې پروژې منظور شول

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا یا ارګ ماڼی وایي ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ګازي برېښنا د تولید او د برېښنا تولیدي دستګاه د نصب د پانګونې لومړنۍ پروژې منظور کړې.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښآم په ارګ کې جوړه شوه چې په ترڅ کې یې د لومړي ځل لپاره د عامه او خصوصي( Public Private Partnership ) مشارکت پانګونې دوه قراردادونه د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت عمومي ریاست ملي تدارکاتو کمیسیون ته وړاندې او کمیسیون تصویب کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د پانګونې دا قراردادونه د ۳۸٫۸ میلیون ډالرو په ارزښت د شبرغان د ګازي برېښنا تولید پروژه ده چې بیات پاور شرکت ورباندې پانګونه کوي او د مزار شریف د برېښنا تولید نصب دستګاه پروژه چې د غضنفر ګروپ او د نړیوال بانک مالي بین المللي بنسټ ( International Financial Cooperation–IFC ) د ۷۵ میلیون ډالر پانګونې په ارزښت تطبیقېږي.

د ارګ ماڼی په وینا، په یادو پروژو کې د افغانستان برېښنا شرکت، د انرژۍ او اوبو او کانونو وزارتونه او د ځمکو اداره هم دخیل دي او د دې پروژو قراردادونه (جوړول – ملکیت او ګټه اخیستنه) دي او د DLA Piper  شرکت په حقوقي توګه ورته دقت کړی او د پیسو بین المللي صندوق(IMF) او IDA هم ورسره موافقه کړې ده.

اګ ماڼی وایي، د شبرغان د ګازي برېښنا د تولید پروژه د پنځو کالو لپاره یې موده پیشبیني شوې او د ۴۰ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې له بل لوري د مزارشریف د برېښنا تولید دستګاه د نصب پروژه د ۲۰ کالو  لپاره په پام کې نیول شوې او د ۵۰ میګا واټه ګازي برېښنا تولیدي ظرفیت لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0pqse2bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته