دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 137349
حکومت سویل ختیځو ولایتونو ته د برښنا د لېږد تړونونه لاسلیک کړل
حکومت لوګر، پکتیا او خوست ته د برښنا د لېږد تړونونه له هندي کمپنیو سره لاسلیک کړل.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د برښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري وايي، د دې پروژو بشپړیدو ته دوه کاله وخت ټاکل شوی او د هندي کمپنیو له خوا یې کارونه تر سره کیږي.
د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛د دغو پروژو پر تطبیق ۵۵.۸میلیون دالر لګښت راځي،چې لهافغان حکومت سره د آسیا پراختیايي بانک له مرستې تمویلېږي.
د آسیا پراختیايي بانک،چې سویل ختیځو ولایتونو ته د برښنا د لېږد پروژې تمویلوي په ډاګه کړې،چې د انرژۍ په برخه کې به له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د آسیا پراختیایي بانک استازې توماس پنیلا وایي، دا تړونونه به د لومړي ځل لپاره ددرې مهمو ولایتونو خلکو تهانرژي برابره او دډاډمن لاسرسي زمینه مساعده کړي.دا مهم ولایتونه دي،چې پرمختګ ته اړتیا لري او آسیایي بانک ویاړي،چې لوګر، پکتیا او خوست ته د انرژۍ د لېږد پروژې تمویلوي.
د دې پروژې په بشپړیدو به د لوګر په مرکز پل علم کې ۱۳۰۰۰ کورنۍ، په ګردیز او وزي ځدران ولسوالۍ کې اتلس زره پېنځه سوه کورنۍ او په خوست کې ۱۳۰۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شي.
https://avapress.com/vdcc0mqso2bq118.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته