دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 156447
افغانستان او ملګري ملتونه د ۴۳۰ میلیون دالرو غوښتونکي شول

ملګرو ملتونو او افغان دولت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره سږکال څلور سوه دېرش میلیون دالر مرسته وکړي.

په افغانستان کې ترینګلي بشري وضعیت ملګري ملتونه او افغان دولت اړ کړل، چې له نړیوالې ټولنې د څلور سوه دېرش میلیون دالرو د مرستې غوښتنه وکړي.

افغان چارواکي وايي، چې دوه میلیون او اته سوه زره کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله زیاتوي، چې افغانستان باید د نړیوالې ټولنې د مرستو په سر کې را وستل شي. 

 دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې د جګړو له کبله سلګونه زره کسان بیځایه شوي دي؛ نو، ځکه مسولین اندېښنه څرګندوي، چې که نړیواله ټولنه همکاري ونه کړي، بشري وضعیت نور هم خرابیدای شي.

د هېواد اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت د کابو کولو لپاره باید سخت دریځي وسلوال د بشري مرستو مخه ډپ نه کړي.

ملګري ملتونه هم مني چې شاو خوا درې میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، چې که پاکستان افغان کډوال را وباسي؛ دوی به یې په افغانستان کې هرکلی وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکی توبي لینزرویلي، چې په پاکستان کې له دوه میلیون ډېر افغان کډوال اوسیږي او ښايي وایستل شي، چې په افغانستان کې به یو څه ستونزه رامنځته کړي؛ خو مونږ به یې هرکلی وکړو. له سخت دریځو ډلو مو غوښتنه دا ده، چې لیرې پرتو سیمو ته د بشري مرستو رسولو مخه ونه نیسي.

د سویډن د بشري مرستو همغږې کوونکې مت سولګریم څرګنده کړې، چې مونږ د ملګرو ملتونو او افغان دولت د څلور سوه دېرش میلیون دالرو د مرستې غوښتنه په ځای ګڼو. مونږ له افغانانو سره مرستې ته ژمن یو. درې اعشاریه درې میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان تېر میلادي کال هم د بشري مرستو لپاره له نړیوالې ټولنې څلور سوه لس میلیون دالر غوښتي وه، چې اووه اویا په سلو کې یې ترې تر لاسه کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0eqsm2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته