دخپریدو نیټه :شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 136944
د دغه ګوند د وسله‎والو کسانو په اړه پرېکړه
د ګلبدین حکمیار په مشرۍ حزب اسلامي غواړي چې د دغه ګوند د وسله‎والو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی : د اسلامی ګوند واک‎ لرونکی استازی امین کریم وايي چې د اسلامي ګوند د وسله‎والو کسانو شمېر لسګونو زرو ته رسېږي. هغه زیاتوي چې دغه کسان به خلع سلاح نه‎شي،بلکې له هغوی څخه د هېواد د امنیت د ټينګښت لپاره په یوه رسمي چوکاټ کې کار واخیستل شي.

ښاغلي کریم څرګنده کړه:«افغان دولت باید پرېکړه وکړي چې د حزب اسلامي له مجاهدینو څخه د امنیت د ټينګښت او د سولې د عمومي کولو لپاره استفاده کړي. »

د حزب اسلامي دا لوړ پوړی غړی د حزب اسلامي د زندانیانو په نوم د طالبانو د یو شمېر قوماندانانو د خوشې کېدو په اړه داسې وايي.

امین کریم وویل:«لومړۍ ستونزه دا ده د افغانستان د حزب اسلامي یو شمېر غړي د طالبانو د غړیتوب په تور نیول شوي دي؛دویم حقیقت زموږ ځينې بندیان هغه مهال زندان ته تللي د دې لپاره چې د حزب اسلامي غړي له نورو ډېر ربړول کېږي.ځانونه یې طالبان ښودلي دي،خو داسې هم شته چې د طالبانو په تحریک کې وو او دي.»

تر دې وړاندې حزب اسلامي د زندانونو د لیدنې پرمهال ویلي وو چې د حزب اسلامي کابو ۳ زره غړي د هېواد په زندانونو کې شپې سبا کوي.

د ولسي جرګې غړي اسدالله سعادتي په دې اړه وویل:«هغه وسله‎وال ځواکونه چې د سولې په چوکاټ کې راځي دوی دې خپله وسله پر ځمکه کېږي،دولت ته دې وسپاري،دولت به په رسمي توګه د دغې وسلې مالک وي.»

حزب اسلامي او د ملي یووالي حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې له کژدو وروسته د دې هوکړې د مادو په عملي کژدو ژمنه وکړه، او له دې هوکړې د څو میاشتو په تېرېدو سره لیدل کېږي چې د یاد هوکړه لیک د عملي کولو بهیر په پڅه توګه روان دی.

د ګلبدین حکمتیار د استازو په وینا په دې برخه کې د حکومت کم کاري کابل ته د حکمتیار د راتلو په وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
https://avapress.com/vdcc0eqs02bq1o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته