دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 138447
ارعاب، د داعش د جنګ اصلی وسیله
ګلاب منګل؛ د ننګرهار والی د داعش له لوری د تصویرونو د خپریدو په وړاندی وویل چی ددی تصویرونو د خپرولو څخه مقصد د عامه افکارو اندیښمند کول دی.
د ښاغلی منګل په وینا، ددی تصویرونو په خپرولو سره داعش غواړی خلګو ته شکاره کړی چی هغوی نه دی ضعیف سوی.
داعش داسی تصویرونه په افغانستان کی خپاره کړی دی چی شکاره کوی یو ځوان د غلا په تور د هغه یو لاس پری کوی او د خشخاشو مزارع هم له منځه وړی.
دا تصویرونه داسی کسان شکاره کوی  چی د خاشخاشو د مزارع د منځه وړلو په حال کی دی؛ خو مشخصه نه دی چی کوم اندازه خشخاش دهغوی په واسطه له منځه ځی. دا ډله د هغه کوچنیانو تصویرونه خپور کړی دی چی د زده کړی لپاره یی جلب کړی دی. دی کوچنیانو ته مذهبی زده کړی او د اسلحو څخه د ګټی اخیستنی طریقه ورښودل کیږی.
دداسی تصویرونو خپرول په افغانستان کی د داعش له خوا بی ساري دی.
د ننګرهار مشران هم د یکشنبی په ورځ د عبدالله عبدالله سره په کتنه کی د هغه څخه د ننګرهار امنیتی وضعیت ښه والی او د داعش ډلی د فعالیتونو د درولو غوښتنه وکړه.
کارپوهان وایی چی هراس افګنی په عمومی ابعادو کی، د داعش د مهمو ابزارو څخه دی او ټوله تروریستی دلی د خلګو د بیرولو او دولت ته د خط نشان ورکولو لپاره همدا کار کوی.
داعش په دی برخه کی د هر نورو تروریستی ډلو په شان د بیری اچونی، ارعاب او هراس افګنی څخه ګټه اخلی. د داعش قضاوت کوونکو او بی رحمو غړو عمل په دی برخه کی د استراتژیستونو د بریالی توب اصلی اهرمونو څخه دی.
په دی منځ کی، د پوهانو په باور، پراخ ټولنیز او انترنیت او تکنولوژی اطلاعتو شبکی هم په یو ډول سره د داعش سره د بریالی توب په برخه کی مرسته کړی دی.
په اخیرو واقعاتو کی هم د ګزارشونو په اساس، هم د داعش تروریستی غړی او هم نور ټولنیز شبکی په ناآګاهانه اقدام سره ددی تروریستی ډلی د تصویرونو په خپرولو سره هغوی سره مرسته کړی دی او په دی ترتیب، د داعش سره په بازتاب او پراخ پژواک سره ددی ډلی د خلګو بیرونی او هراس افګنی په کارونو کی ناغوښتلی مرسته کړی دی.
څیړونکی وایی چی د داعش ځینی پیغام ددی تصویرونو په کښته برخه کی قرار لری، د خلګو او ددی ډلی د دشمنانو بیرول دی تر څو ددی تروریستی ډلی وچ او بیری څیری په لیدلو سره تصور وکړی چی داعش په ډیر قوت سره خپل فعالیتونو ته په هیواد کی پراختیا ورکوی او په راتلونکی کی امکان لری ډیر دهشت آور او بیرونکی حادثی د هیواد امنیت او ثبات ته او خلګو سلامت او آرامتیا ته په انتظار وی؛ خو د تصویرونو بله برخه دعوت ګرایانه عمل لری؛ په دی معنی چی داعش ددی تصویرونو په خپرولو سره هڅه کړی دی چی هغه خلګو ته چی د محلی دولت د عمل څخه ناراضه دی او د دولت د فساد او ناکارآمدی او خراب مدیریت او بی برنامه ګی څخه په تنګ راغلی دی، دا پیغام ورورسوی چی داعش دهغوی د ژغورنی لپاره راغلی دی.
د مزارع تخریب او د خشخاش کشتزارونه او همدارنګه مذهبی زده کړی کوچنیانو ته د داعش په آخیرو تصویرونو کی، دا عمل شکاره کوی.
په دی ډول سره، د داعش له لوری خپور سوی تصویرونه، د دوه ډوله مقصدونو، حاوی او دافعه یا هم جاذبه او دعوت مقصد درلودونکی دی.
کوچنیانو ته د اسلحی څخه ګټی اخیستنی زده کړی هم کیدلای سی د اندیښنی وړ وی؛ ځکه چی داعش ددی نه مخکی په سوریه او عراق او لیبی کی هم د کوچنیانو څخه د هولناک او مرګ او وژنو په صحنو کی ګټه اخیستی دی او دا په دی معنی دی چی ددی تروریستی ډلی برنامه جوړونکی چی بیله شکه د پرمختللی قدرتونو جاسوس او کارپوهان دی، په دی هڅه کی دی چی قاتل او وینی تویونکی خلګ د فقیر او محروم مسلمان کورنیو د کوچنیانو څخه منځته راوړی.
دی پایلی ته په کتو سره، پر دی ټینګار سره چی داعش مقصد ددی تصویرونو دخپرولو څخه د عامه افکارو اندیښمند کول دی، په عین حال کی، هشدار ورکوی چی دداعش تګلوری د کوچنیانو څخه په ګټی اخیستنی سره او همدارنګه د انترنیت او ټولنیزی شبکو څخه ګټه اخیستنه، هغه خطرونه دی چی باید جدی ونیول سی او د هغه سره د جدی مبارزی لاری ولټول سی.
https://avapress.com/vdcc04qsm2bq108.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته