افغان چارواکي وايي، پرون د پروان او کاپیسا ولایتونو په اړوندو سیمو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې وشوې.
د چارواکو په وینا پرونۍ نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې وسله والو طالبانو د کاپیسا ولایت په تګاب او د پروان ولایت په شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله حمیدي نښته تایید کړه، ویې ویل، چې دواړو خواوو یونیم ساعت پر یوبل ډزې وکړې.
ده زیاته کړه، چې په دې ترڅ کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی خو د مقابل لوري د تلفاتو په اړه یې بېخبري وښوده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)