دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 143441
جمهور رئیس غني د ناټو سرمنشي او سفیرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د غویي په ۲۹ نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د ناټو سرمنشي او د دغه سازمان د غړو هېوادونو سفیرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پرمهال په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزه کې د هغوی د کوښښونو او قربانیو قدرداني وکړه.
د صدای افغان خبری آژانس، جمهور رئیس غني له هغو هېوادونو او ملکي کسانو څخه هم مننه وکړه چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره یې مرستې او هڅې کړې دي. نوموړي همدارنګه د جنرال نیکولسن د هلو ځلو ترڅنګ د هغه ساده او مستقیمه کړنلاره، ستراتیژیک، عملیاتي او تکتیکي روښانه تحلیل ارزښتناک وباله.
جمهور رئیس له ناټو سازمان سره د افغانستان امنیتي هوکړه لیک ته په اشارې وویل، دا زمونږ د بنسټیزې ملګرتیا اساس دی چې د ناټو سازمان او افغانستان تر منځ دوامداره دوه اړخیز احترام او ګټې تامینوي. هغه زیاته کړه، دا د مدیترانې او هند اوقیانوس تر منځ یوازینی امنیتي هوکړه لیک دی.
د هېواد جمهور رئیس د ملي یووالي حکومت پرمختګونو ته په اشارې وویل، موږ له ۲۰۱۴ کال راهیسې ډېر پرمختګ کړی، د ۲۰۱۲ کال په پرتله نړیوالې مالي مرستې او تلفات ۱۰ سلنه راټیټ شوي. هغه همدارنګه له جمهور رئیس ټرمپ څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره یې ۸۰۰ میلیون ډالر مرسته وکړه.
جمهور رئیس څرګنده کړه،د جګړې مدیریت چې دا مهال د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړه دی، مونږ په دې برخه کې بدلون او دا نه غواړو چې د ناټو ځواکونه یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راودانګي.
محمد اشرف غني د تاوتریخوالي او د تروریزم د بلې څپې د مخنیوي په موخه وویل، سرچینې، خلک او سیستمونه باید سره منظم شي او همدارنګه په طالبانو فشار راوړل شي چې د تلپاتې سولې د تامین لپاره شرایط برابر کړي.
جمهور رئیس په ملي دفاع وزارت کې وروستیو اصلاحاتو ته په اشارې وویل، موږ وتوانېدو په ملي دفاع وزارت کې د رهبرۍ هغه برخه چې په۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې د جګړې په پایله کې موږ ته په میراث پاتې شوې وه لیرې کړو. هغه زیاته کړه، ۱۵۰ جنرالان مو تقاعد کړل. د اصلاحاتو دا لړۍ د تشکیلاتو پر زیاتوالي متمرکزه نه ده، بلکې موخه یې له شته سرچینو سره سم یو موثر ځواک جوړول دي.
جمهور رئیس غني وویل، مونږ د پروسو او سیستمونو د مدیریت پر غوره کولو متمرکز یوو، تر څو وسله وال ځواکونه د مسلکي ملکي رهبرۍ په برخه کی پیاوړي کړو. هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په ګډه داسې پلان ترتیب کړی چې له امله به یې د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت له قول اردو څخه تر فرقې پورې وغځول شي.
هغه څرګنده کړه، د دغه بدلون له مخې به د افغان کمانډو ځواکونو شمېر دوه چنده او د ځانګړو عملیاتو یوه قول اردو جوړه شي . هغه زیاته کړه، له دې سره به د افغان هوایي ځواکونو ظرفیت نور هم لوړ شي اودا به په شلو کالو کې لومړی ځل وي، چې مونږ دخپل هوایي ځواک قومانده یا مشرۍ په غاړه لرو.
د هېواد جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانې او مبارزې ته په اشارې وویل، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو او امریکایي ځواکونو د ګډو بریدونو په پایله کې ډېره سیمه له داعشیانو پاکه شوه او د هغوی تر نابودولو پورې به دغوعلمیاتو ته دوام ورکړو.
جمهور رئیس وویل، له مخالفینو څخه د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره باید پولیس پیاوړي کړو. هغه زیاته کړه، د پولیسو په لیکو کې د اداري فساد له منځه وړل زموږ له لومړیتوبونو څخه دی، تر څو پولیس د ټولنې په خدمتګارانو بدل کړو.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د ملي یووالي حکومت افغانستان شموله دایره ده چې ښځو، ځوانانو او بې وزلو خلکو ته فرصتونه برابروي. هغه زیاته کړه، موږ د ملکي خدمتونو کاري عمر ۶ کاله نور هم راټیټ کړ او د ملکي خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو راوړل زمونږ لومړیتوب دی.
محمد اشرف غني وویل، د تېرو ۱۵ کالو په پرتله، په تېرو ۲ کلونو کې دومره زیربنایي کارونه شوي چې افغانستان یې له منزوي کېدو څخه ژغورلی دی. هغه زیاته کړه، د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې مونږ غواړو د مخابراتو، سړکونو، برېښنا او ګاز نل لیکو په واسطه خپلو ګاونډیانو سره ونښلول شو او هغوی ته وښیو چې افغانستان یو ګټور موقیعت او د یوې څلور لارې حیثیت لري.
جمهور رئیس وویل، راتلونکې میاشت په کابل کې د کابل پروسې تر نامه لاندې جوړېدونکي کنفرانس کې به د سیمه‎ییزو اړیکو او سولې په اړه بحث وشي. هغه زیاته کړه، د داخلي سولې لپاره بهرني پوهاوي ته اړتیا ده تر څوطالبانو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړو.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په دې وروستیو کې له حزب اسلامي سره د سولې بهیر وښوده چې موږ سوله کولای شو. په زابل ولایت کې ځایي خلکو داعش ته ماته ورکړه او هغوی یې له خپلو ولسوالیو او سیمو څخه شړلي دي.
هغه زیاته کړه، مونږ په ډېر فعال ډول د سولې بین الافغاني پروسه مخته وړو او دا هغه وخت امکان لري چې مونږ په جګړه کې دا بن‎بست او بحران په تهاجمي عملیاتو بدل کړو. هغه په ټینګار وویل، طالبان باید پوه شي چې هغوی د جګړې په ډګر کې ګټونکي نه دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان له تحمیلي جنګ سره مخ دی او تروریستان خپل جنایتکارانه او ویجاړونکي پلانونه لری. موږ غواړو دغه زهري ګواښ ته د پای ټکی کېږدو. هغه زیاته کړه، مونږ ستاسې په ملاتړ دغې وژونکې پدیدې سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو. د ناکامۍ قېمت به زمونږ او نړۍ لپاره ډېر لوړ وي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د ملي یووالي حکومت په تېرو دوه کلونو کې خپلې هڅې دڅلورو لسیزو اداري فساد، جنایتونو او جګړې پر ختمولو متمرکزې کړې وې. هغه زیاته کړه، مونږ د ثبات لپاره یو پلټفورم یوو چې دغې موخې ته د رسېدو په خاطر موږ څلور کلن پلان لرو، مونږ د دې دندې د تر سره کولو لپاره یوه اوږده لار وهلې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc01qss2bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته