دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 154241
ایران او هند د چابهار بندر پراخوي

د ایران ولسمشر په یکشنبې (ډسمبر۳) د چابهار بندر د پراخولو پروژه پیل کړه چې یو میلیارد ډالره لګښت پرې راځي.

هند تمه لري چې چابهار بندر به په وچه کې ایسار افغانستان او منځنۍ اسیا ته په یوې مهمې ترانزیتې لارې بدل شي او ایران غواړي لدې لارې نه د سیمې په راکړې-ورکړې کې په یو مهم هېواد بدل شي.

په دغه یو میلیارد ډالرو کې د هند ۲۳۵ میلیونه هم شامل دي، چې وار د مخه یې پر چابهار لګولي دي. هند ټولټال د دغه بندر د پرخولو لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده. چابهار د عمان په بحیري کې او د هند سمندر ته تر ټولو نژدې بندر دی.

پر پاکستان له تېرېدو پرته به له دغه بندر څخه مالونه افغانستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته ولیږدول شي. د ایران دولتي تلویزون وايي په نوې پانګونې سره به د دغه بندر ظرفیت څه باندې درې برابره لوړیږي او په کال کې به ۸،۵ میلیون ټنه مالونو د لیږد رالیږد ظرفیت ولري.‌

ولسمشر محمد اشرف غني، ایراني ولسمشر حسن روحاني او د هند صدر اعظم نریندرا مودي تېرکال دا بندر پرانیست. د همدغه کال د اکتوبر په میاشت کې هند له همدې لارې افغانستان ته غنم ولیږدول.

دا بندر د هند، ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پرمختګ او پراختیا لپاره جوړ شو. د اسلام اباد- ډیلي ترمنځ د خرابو روابطو له کبله هند د پاکستان له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره سوداګري نشي کولی.

همدا څو میاشتې مخکې ولسمشر غني هند ته په خپل سفر کې خبرداری ورکړ که افغانستان د سوداګرۍ لپاره د پاکستان له لارې د هند واګه او اټاري ته پرېنښودل شي، کابل به هم منځنۍ اسیا ته د پاکستان رسېدل محدود کړي.

کابل وايي افغانستان نور نو په وچه کې ایسار او له اقتصادي پلوه پر پاکستان متکي هېواد نه دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc00qss2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته