دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 145277
رادمنش: جوزجان کې د داعش او طالبانو تر ۵۰ زیات وسله وال وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، په شمال جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش او د وسله والو طالبانو ډلې تر ۵۰ زیات وسله وال د امیني ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رامنش وایي، د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالی کې د امنیتي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ تنه داعش وسله والو وژل شوی او نږدې لس نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، چې په وژل شویو او ټپیانو کې د یاد ډلې یو شمېر قوماندانان هم شامل دي.

په همدې حال کې، جنرال رادمنش وویل، چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوولس وسله وال هم وژل شوي دي.

د جنرال رادمنش په وینا، په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو عمومي قوماندان چې شمس الله نومېده هم وژل شوی.

د اسلامي دولت نومې ډلې او وسله وال طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbzsb8zrhba5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته