په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره د ملي ګټو په چوکاټ کې د اړیکو په ټينګېدو، د سیمهییز ثبات پر ټينګښت او په افغانستان او سیمه کې د امنیت په پراخولو ژور بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه په دغه ناسته کې ګډونوالو په یادو موضوعاتو د بحث پر مهال خپل هر اړخیز او ژور نظریات شریک کړل او له ګاونډیو هېوادونو سره یې د افغانستان پر اړیکو د ټینګار تر څنګ دا موضوع د ځانګړي اهمیت وړ وبلله او د دغه ډول ناستو دوام یې وغوښت.
په دغه ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني جمهوررئیس حامدکرزي، د سولې د عالي شورا رئیس پيرسیداحمد ګیلاني، استاد عبدرب الرسول سیاف، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس محمد یوسف حلیم، د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د اجرائیه ریاست معاونینو انجنیر محمدخان او استاد محمد محقق، محمد یونس قانوني، د سولې عالي شورا ستر مرستیال استاد محمدکریم خلیلي، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، هدایتامین ارسلا، محمداسماعیل خان، په عامه اړیکو او سټراټيژیکو چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار احمدنادر نادري او په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک هم حضور درلود.
ارګ-ریاست جمهوری