دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 69577
د توکیو د دوه اړخیزې حساب ورکونې په اړه د لوړ پوړو پلاویو لومړنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه
د افغانستان له حکومت سره د مرستندویو هېوادونو او سازمانونو د لوړ پوړو پلاویو لومړنۍ غونډه چې د توکیو دوه اړخیزې حساب ورکونې په چوکاټ کې د مندرجه موخو په ترلاسه کولو کې د دواړو لوریو پرمختګونه تر څېړنې لاندې نیسي، نن سهار د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوه.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، په دې غونډه کې چې ګډه مشري یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول او د مالیې وزیر جلالتمآب حضرت عمر زاخېلوال او د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش په غاړه درلودل، د ۴۰ هېوادنو او ۸ نړیوالو سازمانونو مرستندویو اداراتو لوړپوړي مسؤلین، خپلواکه بنسټونه او د مدني ټولنې بنسټونه او خصوصي سکتور ګډون کړی وو.
جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول د خپل ویناوو په یوې برخې وویل، " د نن ورځې په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې حضور د افغانستان څخه د ملاتړ او د افغانستان د خلکو د یوه روښانه راتلونکي لپاره د هغی د ګډې ارادې ښکارندویې کوي."
جلالتمآب حضرت عمر زاخېلوال د خپل پرانیستونکي ویناوو په یوې برخې کې وویل، "د هغه ۱۶ ملیارد ډالري مرستې ژمنه یې چې زمونږ نړیوالو همکارانو د توکیو په کنفرانس کې کړي ول، نن یو بار هغه ژمنه یې تجدید کړ. هغه زیاته کړه، " دا ډېره مهمه ده چې مرستې باید د توکیو دوه اړخیزې حساب ورکونې سره په سمون کې، د ملي
بودیجې له لارې ترسره شي او د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو سره سمون ولري تر څو لا زیاته اغیزمنتیا رامنځته شي. "
ورپسې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي جلالتمآب یان کوبیش د خپلو خبرو په یوې برخې کې وویل،" که څه هم افغانستان په تیرو کلونو کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې، خو باید دغه لاسته راوړنې د لاسه ورنکړو. پدې برخه کې تراوسه هم ډیر او ګډ کارونه په مخکې لرو."
همدارنګه په ننۍ غونډه کې په ټوکیو کنفرانس کې د افغانستان له لوري د شویو ژمنو په اړه د پرمختګونو څخه نړیوالې ټولنې ستاینه وکړه. په دې ناسته کې د دواړو لوریو د ژمنو یوه لیکلې مفصل راپور هم وړاندې شوه.
په دغه غونډه کې ټولو ګډونکونکو هیوادونو او سازمانونو په ټوکیو کنفرانس د کړیو ۱۶ ملیاردو امریکایي ډالرو د مالي او اقتصادي همکاریو ژمنو په اړه یوځل بیا ټینګار وکړ.
د ټوکیو کنفرانس چې د ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اقتصادي همکاریو لید لورې ترسیموي، د ۱۳۹۱ لمریز کال د چنګاښ په ۱۸ مه نیټه ( ۲۰۱۲ کال د جولای ۸) د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د نړیوالو همکارانو په همکارۍ په جاپان کې ترسره شو. په نوموړي کنفرانس کې افغانستان او نړیوالې
ټولنې د ټوکیو د دوه اړخیزې حساب ورکوونې په چوکاټ کې د بدلون په لسیزه ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۲۴ کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستې د اغیزمنتیا د تداوم په موخه هوکړه کړې وه.
د توکیو کنفرانس د ژمنو پر بنسټ، د توکیو دوه اړخیزې حساب ورکونې په تړاو به د وزیرانو غونډه د افغانستان او بریتانیا په ګډه مشرۍ په ۱۳۹۳ کال کې د لندن په ښار کې جوړه شي.


https://avapress.com/vdcbzsb0.rhb9zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته