دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 123479
طالبان او نوی ستونزی
پس له څلورم د څلور اړخیز غونډی چی مونږ ته امیدونه راوړی وو بیرته ناامیدی ته بدل سو
پس له څلورم د څلور اړخیز غونډی چی مونږ ته امیدونه راوړی وو بیرته ناامیدی ته بدل سو
د طالبانو ویان اعلام وکی چی د د افغانستان حکومت سره په مخامخ توګه خبری نکوی.
د دغی ډلی ویان پخوا هم پیش شرطونه اعلام کړی وو چی ښکاره کوی چی د سوله په مذاکراتو ته نه راځی .
پیش شرطونه هم یو دا وو چی اشغال کوونکی د افغانستان څخه ولار سی دوهم د طالبانو نوم د ملل متحد سازمان څخه د تور لیست ایسته سی.
پس له د طالبانو د امادګی عدمه د مخامخ غونډه د افغانستان حکومت سره داپوښتنه جوریږی چی دا وضعیت کمی خواته ورځی، ایا د څلوراړخیز غونډه اخری پلان د افغانستان د حکومت د سوله دپاره د طالبان سره وو له دی پسله د افغانستان ولس باید د طالبانو سره مخامخ شی او د هغو نور ظلمونوته هم باید امادګی ونیسی او یا نور لارونه د سوله د لاس راوړنوته هم سته؟
دا لومړنی ځل ندی چی طالبان د سوله خبری ته نه راځی، په تیره ۱۵ کالو کی طالبان سو واری د افغانستان حکومت غوښتنه ته منفی ځواب ورکړی دی. منګر د افغانستان حکومت طالبانوته شه ملمستیا جوری کړی دی او دوی ته ښه سیاسی امتیازی ورکړی دی. د ځینی حکومتی مشرانو په وینا د طالبانو پنځم ستون لا هم د افغانستان په حکومت کی په ښه ځایونه اوسیږی اوهیڅ تاوان دوی ته نه رسیږی، خامخا د ځینی جناحونو په افغانستان حکومت هم حمایه کیږی. د جنرال دوستم تور هم له دغی حکومتی عناصر لخوا د نسل وژنی هم یو نښان د پنځهم ستون د طالبانو د افغانستان د حکومت دننه دی.
که د طالبانو د استنکاف له بلی خوا څخه وګورو، نور ستونزی هم کولای سو ووینو او باید د نور لوبغاری ته منتظر اوسو، که بیا هم طالبان اعلام کړی دی چی د سوله په غوندو ته نراځی منګر ځینی شیان د څلور اړخیز پسله د پاکستان مشران خلی ته راوړی دی ،طالبان او د هغه حامیانوته اجازه نه ورکوی چی هر قسم چی د دوی زره وغواری عمل وکی او د موثره قدرتونه په مابین کی راسی او د څلوراړخیر په غونډه کی بی تفاوته سی.
لومړنی شی چی د پاکستان ملکی حکومتونه مشران پرخلی باندی راوړی دی ،او هیڅکله د پاکستان د مقامات لخوا نه دی ابراز سوی دا وو چی دوی وویل: د طالبانو کورنی او مشران په پاکستان کی ژوند کوی.
دوهم دا چی پاکستان پر طالبان باندی شه نفوذ لری او کولای دوی په مذاکراتو واداره کی.
دا لږ اعترافونه نه دی داسی معلومیږی چی په داسی نیت او قصد چی دوی وایی د پاکستان حکومتی مشران د اینده دپاره د مذاکراتو په حیث تیاری نیسی او ګومان کوی چی کولای سی طالبان د مذاکراتو دپاره حاضره کی.
داسی خبری یو مسولیت د پآکستانیانو پر حکومت باندی راولی چی ډیر مشکل دی چی هغه څخه ځان خلاصه کړی اولکه پخوا نور پوښتنی ته ځواب ورکی.
له بلی خوا د افغانستان د حکومت لپاره هم نوی شیان برابروی چی کولای سی تر پخوا لازیادتر نور فشارونه د پاکستان حکومت ته راولی.
داسی معلومیږی چی د طالبان د استقبال د عدم څخه د مخه د څلوراړخیز غونډی او مخامخ خبری د افغانستان دحکومت سره د دی دمخه چی د دوی تصمیم سی ، پخپل مابین کی د پاکستان حکومت او پوځیانو مشران او د هغی هیواد استخباراتیانو کی اختلاف جوړ شوی دی.که طالبان د یو سیاسی او لجستیکی پشتوانی نلری هیڅ کله په داسی صراحت اعلام نه کاوه چی د افغانتسان د حکومت سره مخامخ مذاکره نه کوو.
که د پاکستانیانو ملکی حکومت او نظامی په تفاهم ورسیږی کولای چی خپلی داخلی ستونزی حله کی او خامخاهم طالبان د افغانستان حکومت د مذاکری دپاره حاضروی.
نو د طالبانو استنکاف په حقیقت کی یو جدال د پاکستان ملکی حکومت او استخباراتی سازمان سره ښکاره کوی.
څوک به دا جدال ګټی او په چا پوری مربوطه دی دا د هغو د خارجی منابعو او د نړی قدرتونه نږدیوالی ته مربوط دی.
داچی یو لوی پشتوانه د پاکستان حکومت دپاره جوړوی دا دی دچی د څلوراړخیزه مذاکراتو دوه لوی قدرتی مملکتونه ګډون لری یو یی امریکا او بل یی چین دی او دواړه قدرتونه هم د مخامخ مداکراتو د طالبان او افغانستان حکومت سره کوشش کوی. اوس دا د پاکستان ملی حکومت دی چی خپلی پخوانی حریف د نړی دوو ابر قدروتونو سره مخامخ کی او د پاکستان قدرتمندپوځ هم کمزوره کی.
د دغی نړیوال قدرتونه په حضور باندی د سوله په مذاکراتو دوه احتمال سته. یو یی داچی پاکستان د نړی قدرتونو سره د پاکستان د استخباراتو پشه د طالبانو د سولی د افغانتسان حکومت سره ایسته کوی او کار د غیر نظامی او سیاستمدارانو په لاس راځی.
دوهم دا چی دواره یی د چین او امریکا چی د نړی قدرتونه دی سره مخامخوی. په داسی حال که دریم قدرت پیدا ونه سی او پاکستان د هغو څخه امر وانه اخلی بی له شکه د دغی دوو قدرتونه په مابین کی پاتیږی او مجبوره کیږی چی د هغو غوشتنوته غوښ ونیسی او اجرایی کی معنی د طالبانو دحمایه څخه لاس ایسته کی. کنی د دوو قدرتونه په مابین کی پاتیږی او د سیاسی وجه خپلی ځای د لاسه ورکوی.
د پاکستان حکومت که د مذاکراتو د وساکولو د طالبان او افغانستان حکومت په مابین کی سمه نقشه اجرا وکی د داخلی جدال باندی هم کولای سی د پاکستان پوځ تضعیفه کړی او د دموکراسی پایګانی تقویه وکی . که د بریټانیا هم د صحنه شاته راسی چی بی له تردیده راځی سیاسی لوبی په بله طریقه اجرا کیږی او هغو منافع پشه د طالبانو د سوله په باره کی خلاصیږی.
نو د طالبانو د مذاکراتو سرګرځونه او د امریکا نور نظامی عملیاتونه د طالبانو پرضد باندی چی سوله نغواری دا چانس پاکستان ته ورکوی چی خپلی داخلی ستونزی حل وکی او د نظامیانو قدرت د افول زمینه په هغه مملکت کی فراهمه کی.
داچی د طالبانو سرنوشت چیرته رسیږی په دغه چاردیواری کی او دغه سیاسی لوبه کی معلومیږی .
طالبان که بیا هم د دواړخیزو غونډی ته هم چی د افغانستان حکومت او طالبان په مابین کی وو نه دی راغلی منګر د پخوا قدرت او عملیاتونه یی نلری او د چین او امریکا دپاره هم دا مشکله دی چی دوی پخپل سرباندی یله کی او فشار پر دوی باندی را ونوړی. دوهم نکته دا چی ډیر مهمه دی د داعش حضور په افغانستان کی امکان لری چی د امریکا او چین د فشارونه په اثر باندی دوی د داعشیانو سره یو ځای سی چی په داسی حال داعشیان خپلی خشونتونوته ادامه ورکوی.
مؤلف : سید مظفر دره صوفی
https://avapress.com/vdcbzfb89rhb5ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته