دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 144674
هغه خوب چی آمریکا د افغانستان لپاره لیدلی دی!
په افغانستان کی د غرب بلوک حضور وروسته د آمریکا په مشری، ددی هیواد وضعیت ورځ په ورځ خرابۍ لوری ته تللی دی؛ تر دی ځایه چی ددی مسلمان هیواد خلګ د بیګانه کسانو د داخلیدو څخه راهیسی چی یونیم لسیزه کیږی، یو شپه او ورځ په آرامه نه دی تیر کړی او برعکس ورځ په ورځ ددی هیواد وضعیت خرابیږی.
په دا ورځو کی د خلګو د ژبو پرسر ځینی تحلیلونه او اخذونه لویدلی دی چی د هغه سموالی، د افغانستان او دولت او ملت لپاره د ډیرو اندیښنو لامل ګرځی.
ډیرۍ صاحبنظران د (توطئه تئوری ) نظریی ته په توجه سره په دی باور دی چی غرب او په راس کی واشنګتن، ډیر خطرناک او توطئه لرونکی طرحه د افغانستان دولت او ملت لپاره په نظر کی نیولی دی او اوس ددی طرحی د عملی کولو په حال کی دی.
هغوی وایی د سپین ماڼۍ فرمان ته غوږ طراحان د افغانستان دولت او ملت لپاره ۵۰ کلنه نقشه او پلان د امریکا د خوښی په اساس په نظر کی نیولی ددی او په دی کلونو کی د افغانستان وضعیت و یو مشخص لوری ته هدایت او مدیریت کړی دی.
ددی پوهانو په باور، ددی طرحی شروع په افغانستان کی د پخوانۍ شوروی ماتی څخه شروع او په افغانستان کی امریکا پوری سل په سل تړلی رژیم تر رامنځته کیدو پوری به ادامه ولری. ددی طرحی مانیفیست په ددی شان دی چی په افغانستان کی د شوروی د ماتی وروسته، لمړۍ په افغانستان کی مجاهدینو ته د اسلامی دولت د رامنځته کیدو اجازه ورکړل سی؛ خو د غرب جاسوسان بالخصوص آمریکا، بیکاره دی نه کښینی او د مجاهدینو او دهغوی منځته راغلی دولت بدنامه کولو لپاره د پاکستانیانو په مرسته، د هغوی په منځ کی د داخلی جنګونو اور بل کړی او په هیڅ ډول دی نه پریږدی چی مجاهدین د یو اسلامی او اخلګو دولت رامنځته کولو توان پیدا کړی.
د نقشه په اساس، خلګ د مجاهدینو دولت په نسبت بد بینه کیږی او په افغانستان کی د طالبانی نظام حضور لپاره زمینه برابریږی.
د توطئه تئوری دوهم مرحلی په اساس د طالبانو دولت، دا رسالت لری چی د وسطایی پیړۍ او غیری انسانی اعمالو سره او د اختناق او خفقان نظام په رامنخته کولو، او هغه نسبت ورکول دین او مذهب ته، د افغانستان خلګ نسبت اسلام مبین دین ته بدبین کړی؛ تر څو خلګ دا هیله پیدا کړی چی د طالبانو د منځه وړلو لپاره د هغوی هیواد ته آمریکایان داخل سی؛ چی همداسی هم کیږی او آمریکایان مخکی جوړ سوی سناریو په اساس د ( په نیویارک کی پردوه ګونو برجونو باندی چاودنه ) ترنامه لاندی، په دی بهانی سره د بن لادن په لټه، افغانستان ته واردیږی او وروسته ددی چی د پاکستان په خاوره کی بن لادن وژنی د افغانستان څخه هم دباندی نه ځی او ۱۷ کاله په افغانستان کی پاتیږی چی دا حضور اوس هم ادامه لری او همدا حضور په افغانستان کی د القاعده مشر وژل کیدو وروسته، د آمریکایانو او د هغوی شریکانو لاس په ناتو کی مخکی تر مخکی شکاره کوی او ددی تثبیت کوونکی دی چی د توطئی تئوری همداسی پر ځای پاته دی او آمریکایان د افغانستان دولت او خلګو سره اوس کار لری.
د همغه تئوری په اساس، افغانانو ته یوځل بیا اجازه ورکول کیږی چی دولت رامنځته کړی؛ خو ددی ځلی د آمریکایی مشاورانو تر ذره بین لاندی، دولت منځته راځی او دهغه لس کالو په ترڅ کی چی حامد کرزی پر کار باندی دی، اروپایی او آمریکایی مشاوران هڅه کوی ترڅو د ولسمشر په ترغیب او تشویق سره جهادی څیری تر امکان حده هیڅته کړی او تر یو حده هم بریالی کیږی او بانفوذ او قدرتمنده څیری لکه اسماعیل خان او سیاف او د شیعه مشرانو ځینی کسان خانه نشینه کوی.
د همغه تئوری په اساس، د مجاهدینو سیاسی رهبرانو هیڅته کیدنه همداسی ادامه پیدا کوی او د ملی وحدت د حکومت په رامنځته کیدو سره، یاد پروسه جدی شکل غوره کوی. دا تحلیل د ملی وحدت حکومت هم یو پروژه بولی چی ملی دی او ناچاره دی د همغه توطئه لاری باندی ګام پورته کړی.
له دی نظره، په دی دوره کی د ډیرو جهادی مشرانو څیری خدشه داره کیږی؛ د مثال په ډول د ولسمشر لمړۍ معاون هم په جهاد او هم په اوسنۍ نظام کی د ښه سابقی په درلودلو سره، په یو بی رحمانه او بی شرمانه توطئی سره خانه نشینه کیږی؛ اجرایی ریاست په یو خنثی او منزوی ارګان باندی بدل سوی دی او کریم خلیلی چی خپله یو جهادی دی د سولی عالی شورا پر تشریفاتی څوکۍ باندی کښینوی؛ تر څو د ولسمشر سیاسی مخالفان، د فرصت په وخت کی د هغه جمجمه هم منفجره کړی.
د توطئه تئوری صاحبنظرانو په باور، استاد عطامحمد نور چی په اوسنۍ شرایطو کی د جهادی څیرو قدرت هرم په راس کی قرار لری او همدارنګه د هر لوری په محاصره کی قرار لری او پلان د هغوی په اړه هم دادی چی یا هیڅته سی او یا هم خنثی او بی خطره مهره د آمریکایانو لپاره بدله سی.
د زلمی خلیلزاد رژیم به ماموریت ولری ترڅو طالبان د افغانستان څخه ریشه کنه کړی او آرامش او امنیت او رفاه په دوو لاسو سره افغانستان خلګو ته تقدیم کړی.!
ددی تحلیل په رد کی باید وویل سی چی دا تحلیل یواځی د یو مقالطه په اساس دی؛ په دی معنی چی د یو صحیح مقدماتو څخه یو غلط نتیجه لپاره ویل سوی دی. دا چی ویل سوی دی چی د توطئه ټول مراحل د خلیل زاد د راوړلو لپاره تهیه او ترتیب سوی دی، شاید صحیح وی؛ خو دا چی د خلیل زاد په راتلو سره، افغانستان په ګلستان او امن سیمی باندی د افغانانو لپاره بدل سی، غلط او ډیره اندازه هم خنده آوره دی؛ ځکه چی آمریکایان د داعش سازی پروژه تازه په افغانستان کی ترلاس لاندی نیولی دی او خپله دا د افغانستان د ناامنه کولو په معنی دی.
آمریکایان د خپل نامشروع ګټو تامین لپاره په افغانستان کی حضور لری او دا ګټی د افغانستان په ناامنه کیدو سره لاس ته راځی؛ ترڅو د ناامنی له امله په افغانستان کی آمریکایان نور هم حضور ادامه پیدا کړی.
https://avapress.com/vdcbzab8arhba0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته