دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 139779
د افغانستان د صریح مخالفت په شتون پاکستان مرزی مانعو جوړونه شروع کړی دی
په داسی حال کی چی افغانستان د پاکستان سره د مرزونو د مانعو د جوړونی سره مخالف دی، اسلام آباد د مرز په اوږدو کی د مانعو جوړونه شروع کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، جنرال قمر جاوید باجوه، د پاکستان ستاد ځواک رییس قبیله ای منطقو ته په سفر کی لکه مهمند ایجنسی منطقی ته، ددی پروژی څخه پرده پورته کړه.
جنرال باجوه، د مهمند او باجور منطقی د افغانستان نږدی مرزونو ته لوړ ګواښ لرونکی منطقی بللی دی او ویلی دی چی په دی منطقو کی د مانعو رامنځته کونه، د پاکستان ځواک د لومړیتوبونو څخه دی.
دا په داسی حال کی چی د یو کال څخه لږ د افغانستان او پاکستان مرزی مشکلاتو او د مرزی خطوطو د رامنځته کونی پر سر تیرسوی دی چی د دواړو هیوادونو ځواکونو مستقیم جګړی باندی پای ته ورسید. د تیر کال جوزا میاشت کی، پاکستان د افغانستان په مخالفت او هشدارونو سره سره، د تورخم صفر مرزی نقطه کی د ګذرګاه د جوړولو اقدام وکړ چی متقابل نظامی ځواب سره مخ سو. په دی نښتو کی، ۴ نظامی پاکستانیان د مرزی یو قوماندان په شتون ووژل سو.
پاکستان وایی چی مرزی خطونو دروازو رامنځته کونه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تللو او راتللو کنترول او قانون مند کیدو سبب ګرځی، خو د افغانستان خلګ ددواړو هیوادو ترمنځ اوسنۍ مرز په رسمیت نه پیژنی او د دیورند په خط کی د افغانستان د حق غوښتونکی دی، خو پاکستان د دیورند خط مساله پای ته رسیدلی بولی. د افغانستان په وینا، پاکستان د مناقشی لاندی مرزی مناطقو کی، حق نه لری چی تازه تاسیسات جوړ کړی.
که څه هم د تیرکال جوزا میاشت په نښتو کی، د مانعو او تاسیساتو جوړونه د پاکستان له خوا ودرول سو، خو دوه میاشت مخکی او د اسد په میاشت کی، پاکستان په تورخم کی د نوری دروازی د جوړلو کار په خپله خاوره کی پای ته ورسوله.
له بل لوری، د پاکستان ځواک د افغانستان څخه د تروریستانو داخلیدو څخه مخنیوی لپاره دا کار کول بولی، ډیر کلونه مخکی مرزی مانعو او حصار رامنځته کونه مطرح کړی وو چی هغه هم د افغانستان د مخالفت سره مخامخ سو. افغانستان په دی باور دی چی د مرزی مانعو رامنځته کونه هم ددی هیواد مالکیت حق د دیورند پرخط باندی تر پوښتنی لاندی راوړی. خو اوس لیدل کیږی چی په تورخم کی د دروازی جوړولو کار عملی کیدل، پاکستان مرزی مانعو جوړونی کار هم شروع کړی دی. نو د پاکستان د موشکی بریدونو او ددواړو هیوادونو اخیر مرزی مشکلاتو وروسته، دا مساله کولای سی د افغانستان او پاکستان ترمنځ مشکلات ډیر کړی.
دی بدلونونو سره همزمان، په تیر اوونۍ کی د تورخم د دروازی خلاصیدل، د افغانستان ځواک یو ځل د دوهم ځل لپاره بیا په دی لاره کی یو لوی چاودیدونکی محموله او بوم کشف کړ. دا محموله چی د پاکستان څخه تورخم ته داخل سوی وو، په سلهاوو کیلوګرام چاودیدونکی توکی لاسته راغلی دی او چاودیدونکی توکو بستی او بمونه د کینو په جعبو کی ځای پرځای سوی وو.
https://avapress.com/vdcbz9b89rhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته