دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 151775
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس له دندې ګوښه کړل شو

ولسمشر همدارنګه په دغې غونډه کې، ډاډ ورکړی چې د مالي سرچینو او د امنیت د تأمین په برخو کې حکومت لازمې تابیاوې نیولي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ له دندې څخه ګوښه کړل شوی دی.

د دغو سرچینو پر وینا، چې ښاغلی وریماچ د فساد په تور نن د ولسمشر له خوا له دندې ګوښه کړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر، نن له غرمې مخکې د ټاکنو کمېسیون د غړو له ګډون سره په ارګ کې یوه غونډه جوړه کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې که څه هم د ښاغلي وریماچ د ګوښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو ټینګار شوی چې ولسمشر په دغې غونډه کې، د تاکنو د کمېسیونونو د غړو ترمنځ پر یووالي او ډله‎ییز کار ټینګار کړی دی.

ولسمشر همدارنګه په دغې غونډه کې، ډاډ ورکړی چې د مالي سرچینو او د امنیت د تأمین په برخو کې حکومت لازمې تابیاوې نیولي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz8b8srhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته