دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 151379
امریکا د ایران له اټومی موافقې نه ده وتلی
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا خارجه وزارت دایران پرضد د ولسمشر ټرمپ د وینا په اړه وویل واشنګټن له اټومی موافقې نه دی وتلی .


دامریکا دباندنیو چارو د وزارت ویندویې میرمن هیتر نوئرت وویل د ټیلی ویژن  چینلونو په خبرونو دوکه نشئ امریکا دایران په اټومی موافقې کښې پاتې کیږی .

دغه راز داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس مشر یوکیا امانو د ایران او د اټومی موافقې پرضد د امریکا  دولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ حاضردمه داټومی ژمنو دپوره کیدا بهیر روان دی او ټولې اټومی ژمنې له اټومی موافقې سره سمې داجرا کیدا په حال کښې دی .

هغه بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې وویل داټومی انرژۍ نړیوال اژانس د تیر میلادی کال له جنورۍ میاشتې راهسې تراوسه د اټومی موافقې په چوکاټ کښې دایران دژمنو په اجرا څارنه کړی ده او ددغو ژمنو اجرا کول یې تائید کړی دی .

یوکیا امانو وویل څرنګه چې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس واکمنې شورا راپور ورکړی دی دایران اټومی ژمنې له اټومی موافقې سره سم د اجرا په حال کښې دی .

د انګلستان خارجه وزیر بوریس جانسن هم پرون دایران او داټومی موافقې پرضد د امریکا دولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل اټومی موافقه اوس هم ژوندۍ ده او لندن به هڅه وکړی چې له خپلو هم تړونه هیوادونو سره دملګرتیا له لارې دغه تړون وساتی .

د انګلستان پخوانی خارجه وزیر جیک سټرا هم دامریکا د ولسمشر څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل ټرمپ د ایران د حقیقتونو په اړه بیوقوب توب کړی دی .

دغه راز د ایران او د انګلستان د دوستۍ د پارلمانی ډلې مشر ریچارډ بیکن هم داټومی موافقې په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ وینا ته په غبرګون کښې وویل ایران د اټومی موافقې په چوکاټ کښې خپلو ژمنو ته پاې بندۍ ښودلی ده او ددغه ادعا د مطرح کولو لپاره چې ایران داټومی موافقې خلاف ورزی کونکی دی هیڅ دلیل نشته .

دامریکا سناتور برنی سانډر هم په یوې (۱)بیانیې کښې د ایران په هکله د ولسمشر ټرمپ په نوی ستراتیژۍ نیوکه وکړه او داټومی موافقې نه تائیدول یې امریکا ته ګوزار وباله .

د امریکا دپخوانی ولسمشر باراک اوباما دبهرنی سیاست سلاکار بن روډز هم په یوه(۱) پیغام کښې اټومی موافقې ته دایران د پاې بندۍ په ردولو کښې د ولسمشر ټرمپ په اقدام نیوکه وکړه او ویې ویل د ډونالډ ټرامپ یوازنی اصل له باراک اوباما سره مخالفت دی .

دامریکا د وسلو دکنټرول د ټولنې کارپیژاندو هم د ایران داټومی موافقې په اړه د ولسمشر ټرمپ کړچار د اټومی وسلو دپراختیا دبندیز د تړون این پی ټی(NPT) پرضد ګواښ وباله او ویې ویل دایران پرضد د نویو بندیزونو د لګولو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ پلان باطل خیال دی .
@avapress_ps

https://avapress.com/vdcbz8b89rhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې